Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

دولت دې د سولې د ټينګښت لپاره پوره هلې ځلې وکړي

خوست ، مهترلام ( پژواک، ٣٠ وږى ٩٤ ) په خوست او لغمان ولايتونو کې د سولې د نړيوالې ورځې په مراسمو کې چارواکو او مدني فعالانو له دولت څخه وغوښتل، چې د سولې د ټينګښت لپاره پوره هلې ځلې وکړي.

د سولې د نړيوالې ورځې په دغو نمانځغونډو کې چې د خوست ولايت د ميديوتيک ټولنيز بنسټ له لوري جوړه شوې وه، دولتي چارواکو، مدني فعالانو، مذهبي او قومي مشرانو او د ښځو د حقونو مبارزينو ګډون کړی و.

د خوست والي مرستيال عبدالواحد پټان يادو مراسمو ته په خپلو خبرو کې هيله څرګنده کړه، چې نوی حکومت به د سولې د ټينګښت په برخه کې له واقعي لارو چارو څخه کار واخلي.

هغه زياته کړه: ((په تېرو څو کلونو کې په دغه ولايت کې د سولې په برخه کې زيات پرمختګ شوی، چې له امله يې په ګڼ شمېر ناامنه سيمو کې امنيت ټينګښت موندلی دی.))

نوموړي پر خلکو هم غږ وکړ، چې له حکومت سره مرسته وکړي او هغه څوک، چې د حکومت پر ضد وسله واله مبارزه کوي، له تاوتريخوالي لاس اخيستو او له دولت سره يو ځای کېدو ته وهڅوي.

په دې ولايت کې د سولې د عالي شورا د کميټې مسوول مولوي حنيف شاه وويل، چې د امنيتي ارګانونو په ملتيا يې د سولې د پروسې په مخ کې په خپل وخت د هر ډول خنډ رامنځته کولو مخنيوی کړی دی.

نوموړي زياته کړه، چې په تېرو پنځو کلونو کې يې د سولې له بهير سره د حکومت د وسله والو مخالفينو د يو ځای کېدو لپاره د دې ولايت داسې سيمو ته سفرونه کړي، چې تر ټولو ناامنه بلل کېدې.

په خوست کې د ميديوتيک ټولنيز بنسټ مشر فاروق جان منګل له پژواک اژانس سره په خبرو کې وويل، دوی غواړي چې د سولې غوښتنه د سمبوليکې بڼې پرځای عملي بڼه غوره کړي.

هغه زياته کړه: ((موږ هڅه کوو، چې د سولې د ټينګښت لپاره د خلکو غږ تر نړيوالو ورسوو. سوله يواځې تش په خبرو نه راځي. د سولې راتګ عملي اقدام ته اړتيا لري او موږ د همدې لپاره دا غونډه جوړه کړې.))

بلخوا په لغمان ولايت کې د سولې د نړيوالې ورځې د نمانځلو په مراسمو کې والي عبدالجبار نعيمي، ځايي چارواکو، د سولې او ولايتي شورا غړيو، قومي مشرانو او ځوانانو برخه اخيستې وه.

د ولايتي شورا منشي الحاج محمد ظاهر حسين خېل د ولسونو په استازيتوب ټول هغه کسان د افغانستان او ولس دښمنان ياد کړل چې په دې هېواد کې د سولې او امنيت پرضد حرکتونه ترسره کوي.

د لغمان والي د خپلو خبرو پر مهال هغه کسان د اسلاميت او بشريت دښمنان وبلل چې د سولې د عالي شورا مشر استاد برهان ا لدين رباني يې وواژه.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.