Language

د زرغون ښار قومي مشرانو په بدو کې د نجونو نه ورکولو پرېکړه  وکړه

ښرنه(پژواک،٣٠وږى٩٤): د پکتکا ولايت په زرغون ښار ولسوالۍ کې قومي مشرانو پرېکړه وکړه چې تر دې وروسته به نجونې په بدو کې نه ورکوي.

د يادې ولسوالۍ قومي مشر ګل خان د وږي په ٣٠ مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د دې ولسوالۍ قومي مشرانو نن يوه قومي جرګه جوړه کړه.

د هغه په وينا، يادې جرګې پرېکړه وکړه چې تر دې وروسته به په دې ولسوالۍ څوک نجونې په بدو کې نه ورکوي.

هغه زياته کړه : ((دغه دود موږ ته له نيکو پاتې و خو موږ يې پر وړاندې مبارزه وکړه او ځان مو ترې خلاص کړ.))

دى وايي ، کومه نجلۍ به چې په بدو کې ورکول شوه نو د خسرګانۍ په کور کې به يې د وينځې په شان په ډيرو ستونزو کې ژوند تېراوه.

ده وويل چې په بدو کې د نجونو ورکول يو غير اسلامي او د بشرحقونو ضد عمل دى او له بل پلوه د دښمنيو د حل پرځاى يې نوې ستونزې زېږولې.

د زرغون ښار ولسوال راز محمد مخلص له يادې پرېکړې هر کلى وکړ او پژواک ته يې وويل چې دغه شان پرېکړې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي په کمولو کې ستر رول لوبولى شي.

مخلص زياتوي: (( زموږ نورې قبيلې هم بايد د دوى په لار قدم کيږدي او ځان له جهالته وباسي.))

دا په داسې حال کې ده چې اوسمهال د پکتيکا ولايت ترڅنګ په يو شمېر نورو ولايتونو کې هم په بدو کې د نجونو ورکول، ښوونځيو ته د نجونو نه پرېښودل او په کم عمر کې د نجونو ودول رواج دي.

 

 

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.