Language

د کندهار خبريالانو د جان اقا الکوزي فاتحه واخيسته

کندهار ښار(پژواک،٣٠وږى٩٤): په کندهار کې مېشتو خبريالانو د ازادۍ راډيو د خبريال جان اقا الکوزي فاتحه واخيسته د هغه د اروا د خوښۍ لپاره يې د قران کريم ختم وکړ.

الکوزي تېره اوونۍ د سه شنبې په ورځ د اتريش په ويانا ښار کې د سرطان ناروغۍ له امله په روغتون کې ساه ورکړه او د جمعې په ورځ د ننګرهار په روداتو کې په خپله پلرنۍ هديره کې خاورو ته وسپارل شو.

په پيل کې په کندهار کې د ازادۍ راډيو خبريال صادق رښتيني برخه والو ته د جان اقا الکوزي ژوند ليک وړاندې کړ او ويې ويل چې ارواښاد په ١٣٣٦ لمريز کال کې د ننګرهار په روداتو ولسوالۍ کې زېږېدلى و، لوړې زده کړې يې د کابل په انجنيري پوهنځي او د ماسټرۍزده کړې يې په تايلنډ هېواد کې کړې وې.

هغه زياته کړه، الکوزي د هېواد په ملي راډيو تلوېزيون کې کار کړى، وروسته کاناډا ته مهاجر شوى او هلته يې د مطبوعاتو تر څنګ کډوالو ته د مرستې راټولولو په برخه کې دنده تر سره کوله.

ده وويل چې ارواښاد الکوزي له ١٣٨١ لمريز کال را په دې خوا له ازادۍ راډيو سره د وياند په توګه کار کاوه او له تېرو دوو مياشتو راهيسې له سرطان ناروغي کړې ده، چې بالاخره د روان کال د وږي مياشتې په ٢٤ مه  د اتريش په ويانا ښار کې وفات او د ننګرهار په روداتو کې خاورو ته وسپارل شو.

په کندهار کې د نى ادارې مسوول سمېع غيرتمل د جان اقا الکوزي مړينه د ژورناليستانو لپاره لويه ضايعه وګڼله او ويې ويل چې هغه د خبرونو او خپرونو د وړاندې کولو ځانګړي انداز هغه ته ډېر شهرت وربښلى و.

د کندهار پريس کلب مشر سرور اماني وويل، په ٢٠١٢ کال کې يې په کندهار کې يوه سروې تر سره کړې وه چې کومه رسنۍ او کوم خبريال په خلکو کې ډېر محبوبيت لري.

هغه زياته کړه، د دغې سروې په پايله کې معلومه شوې وه چې جان اقا الکوزي د خپل ښکلي غږ او په ځانګړي انداز د خبرونو د وړاندې کولو له امله د خلکو په زړونو کې ځاى درلود.

ژورناليست او ليکوال احمد فرزان وويل، ښايي د هېواد په کچه له هيڅ خبريال سره دومره خواخوږي نه وي ښودل شوې، څومره چې له جان اقا الکوزي سره وه.

د ده په خبره، هغه مهال چې ارواښاد ناروغ و، د ټولنيزو رسنيو له لارې خلکو د هغه د روغتيا دعا کوله.

د کندهار د اطلاعاتو او کلتور سرپرست رييس عزيز احمد عزيز هم د جان اقا الکوزي پر مړينه خواشيني وښودله او ويې ويل د افغان رسنيو تر منځ به د هغه ځاى تر ډېره تش وي.

وروسته ټولو ژورناليستانو د ارواښاد د اروا د خوښۍ لپاره د قران کريم ختم هم وکړ.

login or register a new account.

Related Topics