پل علم (پژواک، ٣١ وږى ٩٤): د کار، ټولنيزو چارو شهيدانو او معلولينو وزيره وايي چې په تېرو څو کلونو کې پنځوس زره کسانو په ناقانونه توګه د شهيدانو او معلولينو په نوم امتيازات ترلاسه کول او شپږ سوه کسانو دوه دوه کارتونه اخيستي وو.
د کار، ټولنيزو چارو شهيدانو او معلولينو وزيرې نسرين اورياخېل د وږي په٣١مه د لوګر په مرکز پل ښار کې يوې خبرې غونډې ته وويل چې په تېرو څو کلونو کې د شهيد او معلول په نوم پنځوس زره کارتونه نورو کسانو ته وېشل شوي وو.
هغې وويل: ((شهيد او معلول معلوم نه و خو په کارتونو يې نورو کسانو امتيازات ترلاسه کول ما دغه ټول کارتونه لغوه کړي دي.))
هغې دا هم وويل چې شپږ کسانو د شهيدانو او معلولينو په نوم دوه دوه کارتونه ترلاسه کړي وو چې عدلي او قضايي ارګانونو ته يې معرفي کړي دي.
اورياخېل وايي چې په دغه وزارت کې يې د فساد پر وړاندې جدي مبارزه پيل کړې ده.
دې وويل، په پام کې لري چې د لوګر په ګډون په ټول هېواد کې د شهيدانو د کورنيو غړو او معلولينو ته د کار زمينه برابره کړي.
اورخېل زياتوي: ((دوى ته وړې پروژې جوړوم تر څو په کې مصروفه شي او خپلې کورنې ته حلاله ډوډۍ پيدا کړي.))
د دې په وينا، په افغانستان کې ٣٦ سلنه کسان د بېوزلۍ تر کرښې لاندې ژوند کوي او درى ميليونه ماشومان له جدي ګواښونو سره مخ دي.
د هغې د معلوماتو له مخې، له يادې شمېرې څخه ١،٩ ميليونه ماشومان کار کوي چې ١،٢ ميليونه په شاقه کارونو بوخت دي.
دې وويل چې د يادو ټولو ستونزو د حل لپاره يې پلانونه جوړ کړي چې په وار په وار به يې پلي کړي.
په ياده غونډه کې د لوګر والي محمد حليم فدايي هم وويل په پام کې لري چې په دغه ولايت کې د شهيدانو د کورنيو غړو او معلولينو ته د کار زمينه برابره کړي.
ده هم وويل چې په دغه ولايت کې به يادو کسانو ته د کار کولو په موخه وړې او لويې پروژې رامنځته شي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP