Language

بلخ کې د يوې ساتمنې پوليسې د وژنې په تور څلور کسان نيول شوي

مزارشريف (پژواک، ٣١ وږى ٩٤): د بلخ امنيتي مسوولين وايي چې پر يوې ساتنمنې پوليسې د جنسي تېري او د هغې د وژنې په تور څلور کسان يې نيولي دي.

د بلخ امنيه قوماندان پاسوال سيد کمال سادات د وږي په ۳۱مه په خبري ناسته کې د تېرې يوې مياشتې په اوږدو کې د بېلابېلو جرمونو د ترسره کولو په تړاو د ځينو تورنو کسانو د نيولو خبر ورکړ.

نوموړي وويل، څلور تنه يې د يوې ساتنمنې پوليسې د وژلو په تور نيولي چې له وژلو وړاندې يې پرې جنسي تېری هم کړی و.

د هغه په وينا، څو ورځې وړاندې د بلخ امنيې قوماندانۍ اړوند يوه ساتنمنه پوليسه اختطاف شوې وه چې دوی يې د پيدا کېدو په هڅو کې و.

پاسوال سادات وويل چې د جنايي څانګې د هڅو په تړاو خبر شول چې ساتنمنه د دريو کسانو له خوا تښتول شوې، جنسي تېری پرې شوی او بيا وژل شوې ده.

نوموړي په احساساتي ډول زياته کړه: ((ساتنمنه له وژل کېدو وروسته د يو نوي جوړېدونکي کور په مبرز کې اچول شوې چې د کور څښتن له خبرېدو وروسته له مبرزه راښکلې او له کوره د باندې په يو باغ کې يې جسد اچولى، چې سپيانو خوړلی و او يواځې جامې د تن څو هډوکي يې دوی ته په لاس ورغلي دي.))

امنيه قوماندان پاسوال سادات همداراز په تېره يوه مياشت کې د بېلابېلو جرمونو په تړاو د ځينو تورنو کسانو د نيولو خبر هم ورکړ.

نوموړي زياته کړه چې د غلا په تور يې څلور کسان په داسې حال کې نيولي چې له کوره يې غلا کوله.

هغه همداراز له مزارشريف ښار څخه له پاکستانه د واردېدونکو پلاستيکي مصنوعي وسلو د راټولېدو خبر هم ورکړ.

پاسوال سادات وويل چې د ځينو سوداګرو او هټيو څخه يې زرګونه شمېرې پلاستيکي مصنوعي وسلې راټولې کړې چې وبه يې سوځوي.

نوموړي له عامو خلکو غوښتنه وکړه چې د پلاستيکي مصنوعي وسلو له کارېدو څخه ماشومان را وګرځوي او د دغه توکو د پېرلو او پېرېدلو د مخينوي په برخه کې له پوليسو سره مرسته وکړي.

هغه همداراز د لوي اختر په شپو ورځو کې د ډاډمن امنيت د نيولو لپاره خپل پلانونه له رسنيو سره شريک کړل او د نېکمرغه لوی اختر هيل You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

Related Topics