مزار شريف (پژواک، ٣١ وږى ٩٤): د شاهين قول اردو چارواکي وايي، په تېرو شپږو مياشتو کې په شمال زون کې نږدې دوه زره وسله وال مخالفين وژل شوي او څه د پاسه ١٣٠٠ ټپيان دي.
د بلخ په دهدادي ولسوالۍ کې د شمال زون د ۲۰۹ شاهين قول اردو قوماندان جنرال عبدالحميد حميد د تېرو شپږو مياشتو د راپور ورکولو په تړاو خبري ناسته کې خبريالانو ته وويل، وسله وال مخالفين يې پر وړاندې کمزوري دي.
نوموړي زياته کړه، په روان کال کې د شمال زون په بدخشان، کندوز، بغلان، سرپل، جوزجان، سمنګان او فارياب ولايتونو کې د وسله والو مخالفينو پر وړاندې ۶۰ چاڼيز عمليات ترسره شوي دي.
د هغه په وينا، د دغو عملياتو په ترڅ کې ۱۹۸۵ وسله وال مخالفين وژل شوي او ۱۳۱۹ تنه يې ټپيان شوي دي.
هغه وايي، په همدې موده کې ۹۷ ژوندي نيول شوي او ۱۷۹ وسله وال مخالفين د سولې له پروسې سره يو ځای شوي دي.
جنرال حميد وويل، دمګړۍ د تخار په اشکمش او د بغلان په مرکزي بغلان ولسوالۍ کې د وسله والو مخالفينو پر وړاندې دوه ستر چاڼيز عمليات روان دي.
نوموړي زياته کړه: ((دښمن سربېره پر دې چې ځينو بهرنيو او کورنيو اړيکو يې ملاتړ کاوه، د شمال زون کومه سيمه تر خپلې ولکې لاندې راوستی نه شوه.))
ده دا هم وويل چې يو شمېر قاچاق وړونکي د لارو په اوږدو کې وسله والو مخالفينو ته پيسې ورکوي، تر څو د قاچاق پر مهال له ستونزو خلاص وي.
حميد د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل چې د بغلان په ډنډغوري سيمه کې له وسله والو مخالفينو سره کوم تړون نه دى لاسليک شوى.
د ده په خبره، د افغانستان د قوانينو پر بنسټ وسله وال مخالفين يا بايد تسليم شي او يا هم و وژل شي.
نوموړي زياته کړه، په ډنډغوري کې د پوليسو د ملاتړ په موخه د اردو يو کنډک هم فعاليت کوي.
د هغه په وينا، د بغلان په ډنډغوري سيمه کې وسله وال د عامو خلکو کورونو کې پټ شوي، چې دوی يې د ملکي تلفاتو له وېرې پر وړاندې درنې وسلې نه شي کارولی.
login or register a new account.