غزني ښار (پژواک، د تلې لومړۍ نيټه ۹۴): د غزني ولايت د ده يک اوسېدونکي وايي، د دې ولسوالۍ په بېلابېلو سيمو کې وسله والو طالبانو ماينونه خښ کړي او دوى يې له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي.
د ياد ولايت د ده يک ولسوالۍ د رباط سيمې اوسېدونکي سيد رحمن پژواک خبري اژانس ته وويل چې څو ورځې وړاندې په دې سيمه کې د وسله والو طالبانو او امنيتي ځواکونو تر منځ سخته جګړه وشوه.
هغه زياته کړه، تر جګړې وروسته د دې ولسوالۍ په ځينو سيمو کې وسله والو طالبانو ماينونه ځاى پر ځاى کړي او خلک له يې ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي.
دى وايي: ((په تېرو څو ورځو کې د عامو خلکو موټر او موټرسايکل پر ماينونو برابر شوي او ماينونو يواځې ملکي کسان وژلي دي.))
د ده يک د رامک سيمې اوسېدونکي منير فايق هم پژواک ته وويل چې طالبانو د دې ولسوالۍ په بېلابېلو سيمو کې ماينونه خښ کړي دي.
هغه وايي: ((دا ماينونه يې ډېر په هغو ځايونو کې خښ کړي چې هلته د امنيتي ځواکونو تګ راتګ ډېر کم دى او طالبانو خلکو ته ويلي چې موږ ماينونه خښ کړي، په موټرو کې ډېر تګ راتګ مه کوئ.))
د نوموړي په وينا، د کلي مشرانو په دې اړه له طالبانو سره خبرې کړې دي چې له لارو څخه ماينونه لري کړي، خو خبرو کومه پايله نه لرله.
د ده يک ولسوال کريم الله اميري هم تاييدوي چې په دې ولسوالۍ کې طالبانو ماينونه خښ کړي دي.
هغه وايي، څو ورځې وړاندې د همدې ماينونو د چاودنې له امله د يوې کورنۍ شپږ غړي و وژل شول.
د ده په وينا، طالبان د مخامخ جګړې توان نه لري، نو ځکه د لارې په اوږدو کې ماينونه ځاى پر ځاى کوي.
د غزني مرستيال والي محمدعلي احمدي وايي، په نږدې راتلونکي کې به امنيتي ځواکونه د ده يک ولسوالۍ له لويو لارو ماينونه پاک کړي.
د غزني امنيه قوماندان مل پاسوال محمد حکيم انګار پژواک ته وويل چې څو ورځې وړاندې امنيتي ځواکونو په ده يک ولسوالۍ کې طالبانو ته سخته ماتې ورکړه چې په دې نښته کې ٢٨ طالبان وژل شوي او له شلو ډېر ټپيان وو.
login or register a new account.