فراه ښار ( پژواک، ۲ تله ۹۴) : د فراه ولایت په پرچمن ولسوالۍ کې د اختر د لمانځه پر مهال په چاودنه کې ۲۱ تنه ټپیان شوي دي.
د فراه دامنیه قوماندانۍ ویاند اقبال باهر د تلې په ۲مه، پژواک خبري اژانس ته وویل چې دا چاودنه نن سهار په نهو بجو د لوی اختر د لمانځه پر مهال د پرچمن ولسوالۍ د سرمشکان په کلي کې شوې ده.
هغه زیاته کړه، چې په ټپیانو کې یواځې د دې ولسوالۍ قاضي دولتي کارکوونکی دی، نور ټول ملکي وګړي دي.
د یادې یو تن قومي مشر عبدالحمید حمید پژواک خبري اژانس ته وویل چې خلک پر لمانځه ولاړ وو، چې ناڅاپه په جومات کې چاودنه وشوه.
دی وایي چې د یو شمیر ټپیانو حالت ښه نه و او د ولایت نورو روغتونونو ته لیږدول شوي دي.
پرچمن د فراه ولایت له مرکز څخه ۳۶۰ کیلو متره لرې موقعیت لري.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP