لښکرګاه (پژواک،٤تله۹۴): په هلمند ولايت کې د چاه انجير تصدۍ چارواکي له حکومته غواړي چې د هېواد په ودانيزو چارو کې د پرمختګ په موخه دې دغه تصدي بېرته فعاله کړي.
ياده تصدي شاوخوا پنځوس کاله وړاندې د امريکايې کمپنۍ موريسن له خوا د هلمند د نادعلي ولسوالۍ په چاه انجير سيمه کې جوړه شوې ده خو د کورنيو جګړو له امله يې وسايل لوټ شوي دي.
يادې تصدۍ د برېښنا د بندونو، کانالونو، سړکونو، ويالو، بلاکونو او د موټرو د پرزو د جوړولو په برخه کې فعاليت کاوو.
د چاه انجير تصدۍ مشر معلم شاه ولي خان پژواک خبري اژانس ته وويل چې حکومت بايد دغه تصدي بېرته فعاله کړي تر څو خلکو ته د کار زمينه برابره شي او په رغنيزو چارو کې پرمختګ وشي.
هغه زياته کړه: ((دغه دستګاه بنسټیز ارزښت لري، دا تصدي وه، خو د تېرو دونیمو لسیزو په دوران کې د وخت د زورواکو له خوا چور شوه او ډېر وسایل یې چې روغ هم وو، د وسپنو په ډول پر پاکستان او ګاونډیو هېوادونو وپلور ل شول.))
د هغه په وينا، شاوخوا شپږ کاله وړاندې بهرنيو ځواکونو په دې تصدۍ کې پوځې اډه جوړه کړه چې له امله يې د دې تصدۍ پاتې وسايل هم له کاره ووتل.
نوموړي زیاته کړه: ((کلونه وړاندې چې کله د چاه انجیر د ستګاه فعاله وه د هېواد له بېلابېلو سیمو څخه يې مسلکي کارګران را جلب کړل په لږ وخت کې يې ډېر کارونه وکړل په ډېرو ولایتونو کې يې د اوبو بندونه، لويې فامیلۍ، دولتي تاسیسات او لارې جوړې کړې.))
ده وويل چې هغه مهال په دې تصدۍ کې څه د پاسه پنځلس زره کسانو کار کاوو او د هېواد په بېلابېلو ولايتونو کې يې څانګې هم درلودې.
د هغه د معلوماتو له مخې، اوسمهال په ټول هېواد کې په دې تصدۍ کې يواځې ١٠٣ تنه کار کوي او له ٣٧ زره پرزو څخه يواځې ١٨ زره پرزې يې د زړو اوسپنو په څېر پاتې دي.
شاولي وايي چې ولشسمشر محمداشرف غني بايد له ژمنې سره سم ورته تصديو ته ځانګړې پاملرنه وکړي او بېرته يې فعالې کړي.
ده وويل: ((که د پخوا په شان يې نه فعالوي حد اقل د هغه په نيمايې وسايل خو دې ورته واخلي او فعاله دې کړي.))
د چاه انجیر تصدۍ د تخنیکي برخې مسوول غلام محمد پژواک ته وويل چې چاه انجير يواځېنۍ تصدۍ وه چې د هېواد په کچه يې زرګونو کسانو ته د کار زمينه برابره کړې وه.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP