درېيم تعقيب: ښرنه (پژواک، ٦ تله ٩٤): د پکتيکا د خيرکوټ ولسوالۍ اوسېدونکي وايي چې د واليبال د لوبې پر مهال په شوي ځانمرګي بريد کې ١٦ کسان وژل شوي او ٤٤ نور ټپيان دي.
عيني شاهدان وايي چې دا چاودنه پرون مازديګر ناوخته د خيرکوټ ولسوالۍ په سيګانه کلي کې د واليبال د سياليو د پاى لوبې پر مهال په لوبغالي کې وشوه.
د عبدالله په نوم يوه ١٨ کلن ځوان چې په ياده پېښه کې ټپي شوى او د ښرنې په دولتي روغتون کې تر درملنې لاندې دى، د تلې په ٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې پرون د واليبال سياليو پاى لوبې ته ګڼ شمېر خلک راغلي وو.
هغه زياته کړه: ((د لوبې وروستۍ شېبې وې چې يوتن راغى له چاودېدونکو توکو ډک موټرسايکل يې د لوبې ساحې ته نږدې ودراوه او په خپله ولاړ.))
د نوموړي په وينا، څو شېبې وروسته چاودنه وشوه چې له امله يې لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله واوښته.
عبدالله وايي، د دې لوبې نندارې ته ډېرى ماشومان هم راغلي وو چې په مړو او ټپيانو کې ګڼ شمېر ماشومان هم شامل دي.
د الله داد په نوم يوه قومي مشر چې له ټپيانو سره د ښرنې روغتون ته راغلى و، پژواک اژانس ته وويل چې دوى په خپل لاس ١٦ مړي له سيمې پورته کړي دي.
هغه زياتوي چې په دې پېښه کې تر ٤٤ ډېر کسان ټپيان شوي هم دي چې ډېرى يې په چورلکو کې کابل ته لېږدول شوي دي.
د ښرنې روغتون يوې سرچينې چې د نوم له اخيستو يې ډډه کوله، پژواک ته وويل چې دوى ته يواځې پنځه ټپيان ور وړل شوي چې روغتيايي حالت يې د ډاډ وړ دى.
د خيرکوټ يوه اوسېدونکي شهزاد چې په دې پېښه کې برسېرن ټپي شوى دى، پژواک ته وويل، دا پېښه د هغو چاودېدونکو توکو له امله رامنځ ته شوې چې مخکې له مخکې په دې سيمه کې په ولاړ موټرسايکل کې ځاى پر ځاى شوي وو.
login or register a new account.