کندوز ښار (پژواک، ٦ تله ٩٤): امنيتي ځواکونه وايي چې په کندوز ښار کې جګړه پاى ته رسېدلې او طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده، خو کندوز ښار ته څېرمه لا هم نښتې روانې دي او خلکو ته په کې هم زيان رسېدلى دى.
وسله والو طالبانو تېره شپه دوه بجې د درنو او سپکو وسلو په کارولو سره له څلورو خواوو پر کندوز ښار بريد وکړ او يو شمېر سيمې يې له دولتي ځواکونو ونيولې.
عيني شاهدان وايي چې طالبان د امام صاحب بندر، کابل بندر، خاکني ، زاخېل ، ګاو کلا له خواوو ښار ته ننوتلي او له امنيتي ځواکونو سره جنګيږي، که چېرې بېړنۍ مرسته ونه شي، نو کندوز ښار به د هغوى لاس ته ورشي.
د کندوز د امنيې قوماندانۍ وياند سيد سرور حسيني په تازه څرګندونو کې پژواک خبري اژانس ته وويل چې طالبان د مرستندويو ځواکونو په را رسېدو سره له ښاره شړل شوي او ٢٠ مړي يې د جګړې په سيمو کې پاتې دي.
هغه زياته کړه چې پنځه امنيتي ځواکونه د نښتې پر مهال ژوبل شوي دي.
حسيني وايي چې امنيتي ځواکونه په هغو ځايونو کې ځاى پر ځاى شوي چې طالبانو بريد کړى و او وضعيت تر کنټرول لاندې دى.
د عيني شاهدانو په خبره، نښته د نن سهار تر اتو بجو پورې په ښار دننه کې روانه وه او اوسمهال (سهار ٩ بجې) طالبان شا ته شوي او د کندوز ښار په يو کيلومترۍ کې پاشلې ډزې اورېدل کېږي.
د زاخېل ساحې يوه اوسېدونکي عصمت الله وويل: ((طالبان اوسمهال د دريمې امنيتي حوزې په يو کيلومترۍ کې دي او د خلکو له کورونو ډزې کوي.))
هغه زياته کړه چې امنيتي ځواکونه ورسره نښتي، د خلکو په کورونو هم مرمۍ لګېدلې او امکان لري چې ملکي وګړو ته هم مرګ ژوبله اوښتې وي.
د کندوز د عامې روغتيا مشر ډاکتر سعد مختار وايي چې تر اوسه دوه مړي او ٣٤ ملکي او پوځي ټپيان حوزوي روغتون ته ور وړل شوي چې ډېرى يې ملکي وګړي دي.
هغه زياته کړه چې زيات معلومات به وروسته وړاندې کړي.
د کندوز د ولايتي شورا مشر محمد يوسف ايوبي وايي چې دوى د نا امنيو او د کندوز ښار د احتمالي سقوط په اړه له وړاندې خپله اندېښنه څرګنده کړې وه، خو حکومت ورته پاملرنه ونه کړه، تر دې چې اوسمهال طالبان د کندوز ښار ته ننوتل او تخار او کندوز ته غځېدلې لارې يې بندې کړې.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP