Language

په بلخ کې کلتوري مېله وشوه

مزارشريف (پژواک ٦ تله ۹۴): په بلخ ولايت کې بېلا بېلو ادبي ټولنو د لوی اختر په وياړ کلتوري مېله تر سره کړه.

دغه مېله، چې د بلخ ولايت په بلخ ولسوالۍ کې د بلخ ادبي خوځښت په نوښت د تلې په ۶مه، جوړه شوې وه، د پسرلي په نامه د کندوز ولايت فرهنګي او کلتوري ټولنې يې ملتيا وکړه.

مېله کې د بلخ او کندوز له فرهنګيانواو عامو خلکو سربېره د بغلان، جوزجان، کابل او قندهار ځينو فرهنګيانو هم برخه لرله.

يادې کلتوري مېلې د پخلي، مشاعرې، ادبي او ټولنيز بنډار، کرکټ لوبې، اتڼ او د اس سپرېدو پړاوونه درلودل، چې د مېلې لسګونو ګډونوالو ترې خوند واخيست.

د بلخ ادبي خوځښت د مشرتابه غړي او د بلخ پوهنتون استاد ضمير څار، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې له يادې مېلې څخه يې موخه د ځوانانو لپاره د يوه کال په اوږدو کې د ستړو کارونو لپاره دمه او تفريح ده.

نوموړي زياته کړه، په مېله کې د بېلا بېلو ولايتونو د فرهنګيانو او اوسېدونکو ګډون د دې زمينه برابره کړه، چې د بېلا بېلو سيمو د فکرونو تبادله په کې وشي.

د هغه په وينا، د ورته ناستو له لارې ځوانانو ته د علم او پوهې د ارزښت بيانولو ترڅنګ د افغان کلتور د ساتنې هڅې کېږي.

د مشال نړيوالې راډيو مسوول امين مدقق، چې په دغه مېله کې يې ګډون درلود، د مشاعرې په اوږدو کې يې ځوانانو ته د خپلو خبرو په ترڅ کې وويل، هېڅ ګومان يې نه کاوه، چې په بلخ کې به ځوانان تر دې کچې همغږي او نږدېوالی ولري.

نوموړي زياته کړه، ياده مېله د تفريح او کلتور ساتنې ترڅنګ د پوهې تر لاسه کولو د پيغام رسونې لپاره هم اړينه ده.

د ده په خبره، افغان ټولنه له هر څه وړاندې د تعليم تر لاسه کولو په برخه کې پرمختګ ته اړتيا لري، ځوانانو ته بويه چې دې برخې ته هم ژور پام وکړي.

د پسرلی ادبي او کلتوري ټولنې د مشرتابه غړي، حيدر حيدر پژواک ته وويل، دوی خوښ دي، چې له بلخ ادبي خوځښت سره يې په ګډه په بلخ ولايت کې کلتوري مېله تر سره کړه.

نوموړي زياته کړه، په ورته ناستو کې د نورو ګټو تر څنګ د ځوانانو همغږي پياوړي کېږي، چې د افغان فرهنګ د ساتنې لپاره اړينه مسئله ده.

login or register a new account.

Related Topics