Language

کندوز ښار سقوط وکړ

کندوز ښار (پژواک ٦ تله ٩٤): د کندوز سيمه ييزې سرچينې وايي، طالبانو کندوز ښار تر خپلې ولکې لاندې راوستى، خو امنيتي ځواکونه په هوايي ډګر او بالاحصار کې په راټولېدو سره د ښار د بېرته نيولو لپاره چمتووالى نيسي.

د پژواک خبريال د سيمه ييزو سرچينو په حوالې د ماښام په کابو ٧ بجو راپور ورکړ، چې طالبانو زياتره دولتي ودانۍ نيولي او ځينو ته يې اور اچولى دى.

د لاسته راغليو معلوماتو پربنسټ، ډېرى سيمه ييز مسوولين او د کورنيو او نړيوالو نهادونو کارکوونکي له ښاره په وتلو سره، د دې ولايت هوايي ډګر ته تللي دي.

اوسمهال ګڼ شمېر امنيتي ځواکونه په هوايي ډګر کې، چې د ښار سوېل لور ته په دوه کيلومترۍ کې موقعيت لري، ځاى پرځاى دي او همداراز د بالاحصار سيمه چې د کندوز ښار سوېل لور ته په ٥٠٠ مترۍ واټن کې ده، راټول شوي او د طالبانو د بېرته شړلو په موخه يې عمليات پيل کړي دي.

يوې سيمه ييزې سرچينې، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې طالبانو د ښار په مرکزي ښار بريد سره، سلګونه بنديان خوشې کړي دي.

په ورته وخت کې، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندويه پلاوي (يوناما) وياند دومنيک ميډلي په يوې خبرپاڼه کې ويلي، چې دې سازمان خپل کارکوونکي له ښار څخه يوه بل ځاى ته لېږدولي دي.

په ولسي جرګه کې د کندوز د خلکو استازي عبدالودود پيمان هم، د کندوز ښار د بشپړ سقوط د راپور په تاييدلو سره، پژواک اژانس ته وويل، چې د ملي امنيت رياست ودانۍ سوځول شوې او طالبان د ولايت ودانۍ ته هم ننوتلي دي.

د هغه په وينا، د ښار حالت ډېر بحراني دى او ډېرى خلکو امن سيمو ته پناه وړې ده.

طالبانو د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره چې پژاک ته رسېدلې، ويلي چې د کندوز ښار کنټرول يې په لاس کې نيولى دى.

عيني شاهدانو د يو زيات شمېر طالبانو، امنيتي ځواکونو او ملکيانو د مرګ ژوبلې خبر هم ورکړى، خو سيمه ييزو چارواکو په دې اړه څه نه دي ويلي.

خو د يادې پېښې په غبرګون کې، نن شپه کابو اته نيمې بجې د لوى درستيز مرستيال جنرال مراد علي مراد، د کورنيو چارو وزارت ارشد امنيتي مرستيال ستر پاسوال محمد ايوب سالنګي او ملي امنيت عمومي رياست د ولايتي چارو مرستيال عبدالمتين بېګ په کابل کې يوه خبري ناسته لرله.

دغو چارواکو د کندوز ښار د سقوط  د تاييد او د بريدکوونکو د هغې اقدام د غندلو ترڅنګ چې د خلکو شتمني يې لوټ کړې، اعلان وکړ چې د طالبانو د شاته تګ په اړه يې جدي تدابير نيولي دي.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.