Language

د تخار جهادي قوماندانانو له امنيتي ځواکونو ملاتړ وکړ

تالقان (پژواک، ٧ تله ٩٤): وروسته له دې چې وسله والو طالبانو کندوز ونيو او د تخار په ځينو ولسواليو يې هم بريدونه پيل کړل، د تخار جهادي قوماندانان د يوې غونډې په ترڅ کې له امنيتي ځواکونو ملاتړ وکړ.

جهادي قوماندانان چې د تلې په ٧مه د دغه ولايت په امنيه قوماندانۍ کې سره راټول شوي وو، ويل يې چې په هر ډول شرايطو کې له خپل ولايته دفاع کوي، د امنيتي ځواکونو تر څنګ درېږي او خپل ولس به يواځې نه پرېږدي.

په تخار کې يو جهادي قوماندان پيرمحمد خاکسار وايي چې په هر حالت کې د امنيتي ځواکونو تر څنګ درېږي او له خپل ولايته تر مرګه دفاع کوي.

نوموړي زياته کړه: ((که دولت راسره مرسته وکړي که ونه کړي موږ خپل ولايت ته طالبان او ترهګر نه پرېږدو.))

نوموړی وايي، لکه څنګه چې روسانو ته يې ماتې ورکړې، همدا ډول طالبان هم له خپلو سيمو شړي.

خاکسار وويل: ((موږه محاسبه کړې، موږ خپله وړتيا هم سنجولې او د مخالفينو هم، انشا الله موږ بريالي يو، موږ هر ډول قربانۍ ورکولو ته چمتو يو.))

د تخار پخواني امنيه قوماندان پاسوال عبدالحنان قطغني وويل چې که د دغه ولايت امنيتي چارواکي، ځواکونه او جهادي قوماندانان سره يو لاس شي، نه يواځې چې  طالبان تخار ته نه پرېږدي، بلکې د هغوی  نظام هم دړې وړې کولی شي.

نوموړی وايي، د تخار ټول خلک بايد له امنيتي ځواکونو سره د امنيت ساتلو په برخه کې مرسته وکړي.

هغه وايي: ((که په تخار کې امنيتي حالات خراب شي، د دغه ولايت جهادي قوماندانان له خپل ولايت څخه د دفاع پوره چمتووالی لري.))

د نوموړي په وينا، تل يې چې د امنيت د ساتلو او د طالبانو پر وړاندې مبارزې ته چمتو دي خو دولت يې ملاتړ نه کوي.

د تخار امنيه قوماندان جنرال نور محمد حکيمي له امنيتي ځواکونو څخه د جهادي قوماندانانو د ملاتړ هرکلی کوي او وايي چې دوی ته به هر ډول نظامي تجهيزات ورکړي.

حکيمي له جهادي قوماندانو څخه وغوښتل چې خپلې غوښتنې دې، سيمه ييزو چارواکو ته وسپاري.

login or register a new account.

Related Topics