ښرنه ( پژواک، ٧ تله ٩٤ ) : د پکتيکا ولايت د خير کوټ ولسوالۍ قومونو ګواښ وکړ، چې که په جګړه کې ښکېلې خواوې د عامو خلکو ژوند ته پاملرنه ونه کړي، نو د دوى له سخت غبرګون سره به مخ شي.
دوى دغه ګواښ په داسې حال کې کړى چې دوه ورځې مخکې په ياده ولسوالۍ کې د واليبال لوبې پر مهال ديوې چاودنې له امله ١٧ تنه عام وګړي ووژل شول او تر ٤٥ زيات ټپيان شوي وو.
د خير کوټ د سيګانې د کلي يوه اوسېدونکي سيد نقيب د پېښې په ځاى کې پژواک خبري اژانس ته وويل چې له تېرو دوه کلونو راهيسې د پکتيکا په دريېو ولسواليو کې د ځانمرګو بريدونو او چاودنو له امله په سلګونه بې ګناه وګړي وژل شوي او ژوبل دي.
هغه په جنګ کې له ښکېلو غاړو غواړي چې نور دې دبې ګنا ه ملکي وګړو وژنه بنده کړي، ځکه چې دوی هېڅ يوه لوري ته فعاليت نه کوي.
ده زياته کړه : (( که دولت او وسله وال طالبان د ملکي خلکو ژوند ته پاملرنه ونه کړي، عام وګړي په نښه کېږي، خلک اړ دي چې ټوپک ته لاس کړي او د ظالم له ظلمه مظلوم وژغوري.))
د نقيب په وينا، که د ولسي خلکو ژوند ته درناوی ونه شي، خلک اړ دي چې د ناروا او ظالم پروړاندې پاڅون وکړي.
يوتن قومي مشر لعل ګل پژواک ته وويل، چې په ياده چاودنه کې لسګونه کورونه د وير په ټغر کېښنول شول.
نوموړي زياته کړه! (( د وړمې ورځې په چاودنه کې د ملکي خلکو وژل، د غندنې وړ دى دا کاريې داسلام، بشريت او افغانيت خلاف دى .))
لعل ګل وايي چې ددې کار تر شا د بهرنيو کړيو لاس دى.
د سيګانې د کلي يوه اوسيدونکي نويد چې خپله هم په دې پېښه کې ټپي شوی او دکورنۍ يو غړی يې له لاسه ورکړی، په ژړغوني غږ پژواک ته وويل : ((موږ نور چېرته ولاړ شو، چاته پناه ور وړو، هره ورځ بې ګناه وژل کيږو، هيڅوک مو د ژوند پروا نه لري.))
نويد هم په جنګ کې له ښکيلو اړخونو وغوښتل چې نور دې د بې ګناه وګړو ژوند ته پاملرنه وکړي.
نظر ګل چې په دې پېښه کې يې دوه زامن وژل شوي او د کورنۍ څو تنه نور يې ژوبل شوي، پژواک ته وويل، چې په دې پېښه کې وژل شوي او ژوبل شوي ټول د سيګاني د کلي اوسېدونکي دي.
login or register a new account.