Language

تالقان (پژواک، ٧ تله ٩٤): چارواکو د تخار ولايت د دوو ولسواليو د سقوط ادعاوې رد کړې او زياتوي چې هلته يې له وسله والو مخالفينو سره سخته جګړه پيل کړې ده.

طالب وياند ذبيح الله مجاهد ادعا کړې چې د تخار د ينګي کلا او اشکمش ولسوالۍ يې تر يو لړ بريدونو وروسته نيولې او دولتي ځواکونو ته يې درنه مرګ ژوبله اړولې ده.

خو د تخار د امنيې قوماندانۍ وياند عبدالخليل اسير د تلې په ٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې په ينګي کلا او اشکمش ولسواليو کې يې د طالبانو بريدونه پر شا تمبولي دي.

هغه زياته کړه چې په دواړو ولسواليو کې همدا اوس هم سخته جګړه روانه ده او والي چې په دشت قلعه ولسوالۍ کې دى، په خپله د جګړې قومانده پر غاړه لري.

نوموړى وايي چې په دې جګړو کې وسله والو مخالفينو ته درنه مرګ ژوبله هم اوښتې ده، خو د دولتي ځواکونو د مرګ ژوبلې په اړه يې معلومات ورنه کړل.

بلخوا د دغه ولايت د درقد ولسوالۍ اوسېدونکي وايي چې ګڼ شمېر وسله والو پر دې ولسوالۍ هم بريدونه پيل کړي دي.

خو د امنيې قوماندانۍ وياند دا راپورونه ردوي. 

login or register a new account.

Related Topics