Language

د ځمکې پر سر د شخړې له امله ٧ تنه ټپیان شول

ښرنه (پژواک ٨ تله ٩٤): د پکتیکا ولایت په زرغون ښار ولسوالی کې د ځمکې پر سر د دوو کورنیو ترمنځ شخړه شوې، چې له امله یې له دواړو خواوو څخه اووه تنه ټپیان شوي دي.

د زرغون ښار ولسوال رازمحمد مخلص پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دا پېښه نن د خيرکوټ يا زرغون ښار ولسوالۍ د محمدحسن په کلي کې د دواړو کورنیو ترمنځ له لفظي شخړې وروسته رامنځ ته شوې ده.

ده زياته کړه، سیمي ته یې سملاسي پولیس لېږلي، حالت يې کابو کړى او د ډېرې مرګ ژوبلې مخه يې نيولې ده.

د هغه په خبره، د سیمې قومي مشران د دواړو کورنیو ترمنځ په روغه جوړه بوخت دي او په لنډ وخت کې به دا ستونزه هوار شي.

بلخوا د پکتیکا ولایت د عامې روغتیا ريیس ډاکټر ولي ګل وايي، چې له يادې شوې پېښې څخه ٧ تنه ټپیان د ښرنې ملکي روغتون ته راوړل شوي وو.

هغه وايي، د ټپیانو له ډلې د پنځو تنو روغتیايې حالت نازک وو، چې د لا ښې درملنې په موخه د غزني ایمرجنسي روغتون ته ولېږدول شول.

د یادولو وړ ده، چې د پکتیکا په ډېرى ولسوالیو کې د ځینو کورنیو او قومونو ترمنځ د ځمکو او غرونو پر سر دښمنۍ شته، چې ځینو دښمنیو د سر د زیان په لرلو سره آن تر سلو کلونو زیات دوام کړی دى.

 

 

 

 

 

login or register a new account.

Related Topics