کندوز (پژواک ٨ تله ٩٤): کندوز کې سيمه ييزې سرچينې وايي، د بالاحصار له کلابندې شوې سيمې څخه د امنيتي ځواکونو له شاتګ وروسته ياده سيمه د طالبانو له لوري نيول شوې ده.
د کندوز امنيه قوماندانۍ د مطبوعاتو مسوول سيد سرور حسيني، پژواک خبري اژانس ته وويل چې د اردو، پوليسو او ملي امنيت په ګډون ګډو امنيتي ځواکونو، نن مازيګر شاوخوا پنځه بجې له يادې سيمې شاتګ کړى دى.
په تېرو دوو ورځو کې لسګونه امنيتي ځواکونه په بالاحصار کې د طالبانو تر کلابندۍ لاندې وو.
هغه وويل: "امنيتي ځواکونه له پوځي تکتيکونو څخه په ګټې اخيستنې له يادې سيمې بهر شوي او په دوو جلا ګروپونو کې يې خپل ځانونه د ابدان دښتې او د کندوز هوايي ډګر ته رسولي دي."
حسيني د يادو سرتېرو د شمېر په اړه له معلوماتو ورکولو پرته زياته کړه، چې تر اوسه پورې يې د دواړو لوريو د احتمالي مرګ ژوبلې په اړه معلومات نه دي ترلاسه کړي.
خو طالبانو بيا په يوې خبرپاڼه کې ويلي، پر يادې سيمې له بريد وروسته يې هلته ټول شته ځواکونه وژلي دي.
يوې سيمې ييزې سرچينې چې له نوم اخيستو يې ډډه کوله، پژواک ته وويل چې طالبانو د تېرو دوو ورځو په ترڅ کې يادو سرتېرو ته د سپين ږيرو له لارې پيغام لېږلى و، چې د تسلمېدو په صورت کې به وبښل شي، خو د هېواد سرتېرو ورباندې باور ونه کړ.
طالبانو د کندوز ښار دوه ورځې وړاندې نيولى، خو بالاحصار له همغې مودې راهيسې چې د ښار مرکز په ٥٠٠ کيلومترۍ پروت دى، د امنيتي ځواکونو په ولکه کې و.
اوسمهال د هېواد ډېرى امنيتي او پوځي ځواکونه د کندوز په هوايي ډګر کې، چې د ښار په دوه کيلومترۍ کې پروت دى، سره راټول شوي او له هغه ځاى څخه د طالبانو پر وړاندې عمليات پر مخ وړي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP