ښرنه (پژواک ٨ تله ٩٤): د پکتیکا چارواکي وايي، چې د دې ولایت په سرروضې ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو او د سړک جوړولو د یوې کمپنۍ د ساتونکو ترمنځ د نښتې له امله دوه طالبان او یو تن د سړک ساتونکی وژل شوي دي.
د سرروضې ولسوال محمد معصوم پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دا پېښه نن مازیګر ناوخته رامنځ ته شوې ده.
ده زياته کړه، طالبانو د کوټنۍ په سیمه کې د ښرنې او انګور اډې د لویې لارې د جوړوونکې کمپنۍ ساتونکو ته کمین نیولی وو.
د نوموړي په خبره، د دواړو لوریو ترمنځ نږدې نیم ساعت جګړه شوې، چې په پایله کې یې یو تن د سړک ساتونکی او دوه طالبان وژل شوي دي.
د شاطورو د کلي اوسېدونکي لال ګل هم پژواک ته وويل، چې مازيګر ناوخته د سړک ساتونکو او وسله والو طالبانو ترمنځ نښته شوې، چې په کې يو د سړک ساتونکی وژل شوی، دوه ژوبل شوي او دوه وسله وال طالبان هم وژل شوي دې.
د یادولو وړ ده، چې د سرروضې ولسوالۍ له پړاو څخه د برمل تر انګور اډې پورې پرته لاره د یوه خصوصې شرکت له لوري په پاخه او اساسي ډول رغول کېږي، چې د خپلو وسایلو او کارکوونکو د ساتني لپاره یې له یوې شخصي امنیتې کمپنۍ سره قرارداد کړی دى.
login or register a new account.