Language

د تخار خواجه غار ولسوالۍ طالبانو ونيوه

تالقان (پژواک، ٩ تله ٩٤): له څو ساعتونو جګړې وروسته وسله والو طالبانو د تخار خواجه غار ولسوالۍ تر خپلې ولکې لاندې راوستې ده.

د تخار د والي وياند سنت الله تيمور د تلې ٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه شاوخوا درى بجې وسله والو طالبانو په ډله ييزه توګه پر خواجه غار ولسوالۍ بريد وکړ.

ده وويل چې نن سهار شاوخوا اته بجې طالبانو د خواجه ولسوالۍ تر خپلې ولکې لاندې راوستې ده.

تيمور زياته کړه: ((امنيتي ځواکونه له ښاره وتلي دي، په ښار کې طالبان دي خو امنيتي ځواکونه تر منسجم کېدو وروسته بېرته د ولسوالۍ د نيولو هڅې پيلوي.))

د خواجه غار ولسوال محمدعمر هم پژواک ته وويل چې دغه ولسوالۍ نن سهار وسله والو طالبانو نيولې ده.

هغه زياته کړه: ((موږ تکتيکي شا تګ کړى، تر څو عامو خلکو ته مرګ ژوبله وا نه وړي.))

ده وويل چې مرستندوى ځواکونه سيمې ته رسېدلي او بېرته د ولسوالۍ د نيولو لپاره پلان جوړوي.

وسله والو طالبان هم وايي چې د خواجه ولسوالۍ يې نن سهار نيولې ده.

د هغوى په وينا، طالبانو تېره شپه د خواجه غار د ولسوالۍ پر ودانۍ، امنيه قوماندانۍ او نورو دولتي تاسيساتو ډله ييز بريدونه ترسره کړل.

طالبان وايي چې اوسمهال ولسوالۍ د دوى په لاس کې ده او امنيتي ځواکونه په سيمه کې شتون نه لري.

خواجه غار د مرکز تالقانو په پنځوس کيلومترۍ شمال ختيځ لور ته پرته ده.

په تېرو څو کلونو کې دا لومړې ځل دى چې وسله وال طالبان د تخار ولايت يوه ولسوالۍ تر خپلې ولکې لاندې راولي.

login or register a new account.

Related Topics