کلات (پژواک، ٩ تله ٩٤): د زابل د پوليسو د عملياتي کنډک قوماندان له يوې چاودنې روغ وتلى خو په يوه بله پېښه کې يوه پوليس خپل درى ملګري وژلي دي.
د دغه ولايت يوې امنيتي سرچينې د تلې په ٩مه پژواک اژانس ته وويل چې په مېزانې ولسوالۍ کې د يوې پوستې دوو پوليسو پر خپلو نورو ملګرو ډزې کړې، درى يې وژلي او يو يې ټپي کړى دى.
سرچينې زياته کړې چې د دې پېښې د پلټنې لپاره د عملياتي کنډک قوماندان محمداصف سيمې ته روان و چې په لاره کې پرې چاودنه وشوه، خو روغ ترې وتلى دى.
قوماندان اصف چې نن يې په کلات کې يوې خبري غونډې ته وينا کوله، پژواک ته وويل چې د شپې په دوولس نيمې بجې د کلات ښار اړوند د اومکي په سيمه کې پرې چاودنه وشوه.
نوموړي زياته کړه چې دى له چاودنې روغ وتلى، خو درى ملګري يې ټپيان شول.
وسله والو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP