کابل- کندوز (پژواک، ٩ تله ٩٤): د دفاع وزارت وايي چې افغان ځواکونو کندوز ښار بېرته نيولى او همدا شېبه په ښار او شاوخوا سيمو کې چاڼيز عمليات روان دي.
کندوز ښار د تلې په ٦مه د طالبانو له خوا ونيول شو.
د کورنيو چارو وزارت وياند صديق صديقي پژواک خبري اژانس ته وويل چې امنيتي ځواکونو په کندوز کې تېره شپه شاوخوا ٩ بجې عمليات پيل کړل او وتوانېدل چې دا ښار د شپې تر درې نيمو بجو پورې ونيسي.
هغه زياته کړه چې افغان ځواکونو دا عمليات د بهرنيو ځواکونو (پرېکنده ماموريت) په هوايي ملاتړ کړي دي.
د صديقي په خبره، په دغو عملياتو کې د څلورو ځانمرګو او د هغوى د لوړو پوړو غړو په ګډون څه باندې ١٥٠ وسله وال مخالفين وژل شوي، سلګونه نور ژوبل شوي او يو شمېر يې ملي پوليسو نيولي، خو نوموړى ادعا کوي چې په دغو عملياتو کې امنيتي ځواکونو ته زيان نه دى اوښتى.
ملي دفاع وزارت هم وايي چې ځواکونو يې تېره شپه د بهرنيو ځواکونو په هوايي ملاتړ د کندوز د بېرته نيولو عمليات پيل کړل او د وسله والو مخالفينو پر سخت مقاومت سربېره وتوانېدل چې وسله وال مخالفين له ښاره وباسي.
دفاع وزارت په خپله خپره کړې خبرپاڼه کې زياته کړې چې په دغو عملياتو کې ١٥٠ وسله وال مخالفين له منځه تللي او ٩٠ نور ژوبل شوي دي.
سرچينه وايي چې نن سهار اووه بجې د دوى قطعات د کندوز بالاحصار ته ننوتي او د رحمت خان پل هم د ملي اردو لاس ته ورغلى او اوسمهال په سه درک سيمه کې عمليات روان دي.
د دفاع وزارت په خبره، د طالبانو مقاومت په بشپړ ډول له منځه تللى او د نښتې په ترڅ کې ملکي مرګ ژوبله نه لري.
طالب وياند ذبيح الله مجاهد په يوه پيغام کې ويلي چې له بغلان ولايت څخه تازه دمې ځواکونو مرستې ته ور رسېدلي او په ښار کې يې له لاسه وتلې ټولې سيمې بېرته نيولې او دولتي ځواکونو ته يې ګڼه مرګ ژوبله اړولې ده.
د کندوز د امنيې قوماندانۍ وياند سيد سرور حسيني پژواک ته وويل چې طالبانو د امنيتي ځواکونو له خوا د کندوز له نيول کېدو وروسته د دريمې ناحيې په امام صاحب بندر سيمه کې وړاندې تګ درلود، خو د مرستندوى ځواکونو په ور رسېدو شا ته وتمبول شول.
حسيني وايي چې د طالبانو دوې ډلې د ښار جوړونې او ملي امنيت په ودانيو کې ځاى پر ځاى شوې وې او غوښتل يې چې پر امنيتي ځواکونو بريد وکړي چې په هوايي بريد وځپل شول.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP