کابل (پژواک، ١٠ تله ٩٤): حکومت وايي، د کندوز ښار لومړنۍ څېړنې ښيي، چې طالبانو په دې ښار کې له قضا پرته په خپلسري ډول ملکي او نظامي خلک او د کندوز ښاريان وژلي دي.
د ولسمشرۍ له مطبوعاتي دفتر څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د کندوز ښار لومړنۍ څېړنې ښيي، چې طالبانو او د هغوی ترهګرو ملګرو د کندوز ښاريانو ترمنځ د وېرې او ډار په اچولو سربېره، له قضا پرته په خپلسري ډول ملکي او نظامي خلک او د کندوز ښاريان وژلي او همدارنګه يې شکنجه کړي او ځورولي دي.
سرچينې زياته کړې، طالبانو د خلکو پر نواميسو او عزت تېری کړی. هغه بنديان يې ازاد کړي دي، چې ډېرى يې د خلکو په وژلو او پر مال او عزت په تېرې کولو محکوم وو.
د سرچينې په حواله، طالبانو د خلکو مالونه او دولتي شتمنۍ ولوټلې، ځينې دولتي ودانۍ، راډيو او تلوېزيون او تعليمي او تحصيلي بنسټونه يې وسوځول، د کندوز د خلکو سوداګري او راکړې ورکړې ته يې سخت زيان اړولى دى.
سرچينه وايي، همدارنګه هغوى د ملګرو ملتونو د دفترونو او ټولو غير حکومتي موسسو، قونسلګريو او د بهرنيو هېوادونو د نمايندګيو مالونه چور کړي دي.
سرچينه زياتوي، لکه د بښنې نړيوال سازمان چې په خپله اعلاميه کې ورته اشاره کړې، د وسله والو جګړو په جريان کې او د نړيوالو دوستانه قوانينو پربنسټ د دوی دا کړنې د بشريت ضد جرمونه ګڼل کېږي.
حکومت وايي، تصميم لري، چې د دې جنايت عاملين تر قانوني تعقيب لاندې ونيسي، په همدې موخه يې ملکي کميسيون ته دنده سپارلې، چې په کندوز ښار کې د طالبانو د شتون پرمهال اوښتي زيانونه او هغه جنايتونه چې په دغه موده کې دوی ترسره کړي، وڅېړي، د زيانونو کچه تشخيص کړي، عاملين يې وپېژني او د قانون منګولو ته يې وسپاري.
وسله والو طالبانو د حکومت د دې راپور په اړه، تراوسه خپل نظر نه دى څرګند کړى.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP