تالقان (پژواک، ١٠ تله ٩٤): د تخار سرپرست والي وايي، د مخالفينو له خوا د دې ولايت اړوند د خواجه غار ولسوالۍ د نيولو مشري بهرنيو جنګياليو کوله.
وسله والو طالبانو وړمه ورځ ماښام مهال د کندوز د امام صاحب ولسوالۍ له نيولو وروسته د تخار پر خواجه غار ولسوالۍ ډله ييز بريد او دغه ولسوالۍ يې ونيوله، خو ۱۳ ساعته وروسته، امنيتي ځواکونو د تخار سيمه ييزو قوماندانانو په مرسته، خواجه غار ښار او يو شمېر نورې اړوندې سيمې يې له طالبانو بېرته ونيولې.
د تخار سرپرست والي عبداللطيف ابراهمي په ياده ولسوالۍ کې تېره ورځ خبريالانو ته وويل، چې د مخالفانو له لوري د خواجه غار ولسوالۍ د نيولو مشري بهرنيو جنګياليو کوله.
ده زياته کړه، اوسمهال په خواجه غار او دشت ارچي (د کندوز ولايت اړوند او له خواجه غار سره په پوله پرته ولسوالۍ) ولسواليو کې، بهرني جنګيالي لکه د ازبکستان اسلامي غورځنګ غړي، جندالله ډله، تاجکان، پاکستانيان او چيچينايان د طالبانو مشري کوي.
هغه وايي: ((په طالبانو کې د بهرنيو جنګياليو شتون تاييدوو، طالبانو سره ازبکستانيان، تاجکستانيان، چيچينايان او ان چينايان، عربان او پاکستان هم دي، د دوى مرکز د کندوز ولايت په دشت ارچي ولسوالۍ کې دى، دوى له دغه مرکز څخه اکمالېږي، په خواجه غار او يو شمېر نورو سيمو بريدونه کوي.))
والي وايي، طالبانو له خواجه غار ښار څخه د وتلو په مهال د يادې ولسوالۍ ودانۍ، د ولسوال کور، د امنيې قوماندان کور، د امنيې قوماندانۍ ودانۍ او د ولسوالۍ مېلمستون ته اور ورته کړى دى.
په همدې مهال بيا د خواجه غار د جګړې يو قوماندان نجيب الله فرخاري وايي، په دغو عملياتو کې امنيتي ځواکونو ته کومه مرګ ژوبله نه ده اوښتې؛ خو مقابل لوري ته يې درنه مرګ ژوبله اړولې ده.
نوموړي، که څه هم د طالبانو د مرګ ژوبلې په اړه کره شمېر نه ورکوي، خو وايي چې دوى به طالبان تر دشت ارچي ولسوالۍ پورې رسوي او خواجه غار به د طالبانو له شتون څخه پاکوي.
دى زياتوي: ((طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې، هغوى خپل مړي او ټپيان دشت ارچي ولسوالۍ ته لېږدولي، چې په کې بهرنيان هم شته؛ موږ طالبانو پسې يو چې دشت ارچي ولسوالۍ ته يې ورسوو، تر هغه چې دغه ولسوالۍ د طالبانو له شتونه پاکه نه شي، زموږ عمليات دوام لري.))
په همدې مهال د خواجه غار ولسوالۍ يوه اوسېدونکي عبدالصبور، پژواک خبري اژانس ته وويل چې له طالبانو سره بهرني وسله وال هم وو.
هغه وايي: ((طالبانو موږ سپين ږيري وغوښتلو، راته يې وويل چې که هر ډول خدمت وي، په موږ غږ وکړئ؛ موږ لومړى وډار شو، ځکه چې د ځينو په خبرو يې نه پوهېدو، بهرنيان وو، د ځينو دولتي ادارو ودانيو ته يې اور ورته کړ، نور چاته يې څه ونه ويل.))
وسله والو طالبانو، وروسته له دې چې پنځه ورځې وړاندې (د تلې ٦مه) يې د کندوز ښار ونيو، د تخار په شکمش، درقد، ينګي کلا او خواجه غار پرله پسې بريدونه پيل کړل، خو يواځې د څو ساعتونو لپاره د خواجه غار ولسوالۍ په نيولو بريالي شول، چې وروسته بېرته د امنيتي ځواکونو لاسته ورغله.
کندوز ښار هم تېره ورځ بېرته امنيتي ځواکونو ونيوه