Language

پاکستان: د افغانستان د منتخب قانوني حکومت ملاتړ کوو

کابل (پژواک، ۱۰ تله ۹۴):  پاکستان وایي، دوی په افغانستان کې د یوه منتخب دیموکرات حکومت ملاتړ کوي او د طالبانو له خوا د کندوز ولایت د ځینو برخو نیول دوی ته د منلو وړ نه دي.

 

دغه څرګندونې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیال چوهدري اعزاز احمد، د ملګروملتونو کلنۍ غونډې په څنډه کې د یوې خبري غونډې پرمهال کړې دي.

 

د یادونې وړده، چې پنځه ورځې مخکې وسله والو طالبانو د کندوز ښار نیولی و، خو پرون سهار وخته افغان امنیتي ځواکونو وکولی شول دغه ښار بېرته ونیسي.

 

چوهدري اعزاز په یاده خبري غونډه کې ویلي: ((په افغانستان کې یو قانوني منتخب حکومت جوړ دی او د کومې ډلې له خوا د دې هېواد د کومې برخې نیول، د پاکستان لپاره د منلو وړ نه دی.))

 

دا په داسې حال کې ده، چې په واشنګټن کې د سپينې ماڼۍ ویاند جوش ارنسټ، پرون په یوه خبري غونډه کې د افغانستان له ګاونډیو هېوادونو وغوښتل، چې د ولسمشر اشرف غني په مشرۍ د افغانستان د ملي یووالي حکومت کلک ملاتړ وکړي.

 

تردې مخکې د افغانستان د حکومت اجرائیه رییس ډاکټر عبدالله د ملګرو ملتونو کلنۍ غونډې ته وویل، چې بریدکوونکي د افغانستان له بهر څخه راځي.

 

login or register a new account.