غزني ښار (پژواک، ١١ تله ٩٤): چارواکي وايي چې د غزني له زندانه له تښتېدلو بنديانو ٢٨ بېرته نيول شوي دي.
څو ورځې وړاندې وسله والو طالبانو د غزني پر عمومي زندان ډله ييز بريد وکړ چې تر يو ساعته نښتې وروسته وسله والو طالبانو له زندانه ۴۳۶ بنديان خوشي کړل چې د جنايي بنديانو تر څنګ لسګونه وسلوال طالبان هم په کې شامل وو.
د غزني د ملي امنيت رييس علي احمد مبارز چې د تلې په ١١مه په غزني ښار کې له خپلو دوو ساتونکو سره پلى ګرځېده، پژواک خبري اژانس ته وويل چې د تښتېدلو بنديانو د بېرته نيولو په موخه يې عمليات او پلټنې رواندې دي.
هغه زياته کړه، امنيتي ځواکونه توانېدلي چې له تښتېدلو بنديانو ٢٨ يې بېرته ونيسي.
مبارز بېرته نيول شوي بنديان خطرناک وبلل.
د ملي امنيت رييس دغه راز وويل چې تېره شپه يې هغه دوه تښتېدلي بنديان بېرته نيولي چې غوښتل يې پر غزني ښار بريد وکړي او نورو طالبانو ته ښار ته د ننوتلو زمينه برابره کړي.
هغه په دې اړه نور معلومات ورنه کړل، خو ويې ويل چې د غزني ښار له اړوند سيمو څخه يې نيولي دي.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
login or register a new account.