Language

په غزني کې د وسله والو طالبانو پر ضد عمليات پيل شول

غزني ښار (پژواک، ۱۱ تله ۹۴): چارواکي وايي چې د غزني په يو شمېر ولسواليو کې يې د وسله والو طالبانو پر ضد چاڼيز عمليات پيل کړي دي.

د غزني د ملي امنيت رييس علي احمد مبارز د تلې په ١١مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې وسله والو طالبانو د غزني د خلکو په منځ کې وېره خپره کړې چې ګواکې دوى غواړي د غزني پر ښار بريدونه پيل کړي او د کندوز په څېر يې ونيسي.

مبارز چې له خپلو دوو ساتونکو سره د غزني ښار په بېلابېلو برخو کې ګرځېده، وويل: ((زه غواړم چې خلک پوه شي چې دلته هېڅ ستونزه نشته او موږ يې خدمت کې يو، زه د امنيتي ځواکونو په استازيتوب خلکو ته ډاډ ورکوم چې که طالبان راغلل نو سترګې به پرې وباسو.))

د هغه په وينا، د غزني خلک دې هېڅ وېره نه کوي او دوى دې پر خپلو امنيتي سرتېرو باور وکړي.

ده زياته کړه چې د ولايت د مرکز په ګډون په يو شمېر ولسواليو کې يې د وسله والو طالبانو پر ضد چاڼيز عمليات پيل کړي او دا عمليات به طالبانو ته لويه ضربه وي.

مبارز وايي چې وسله وال طالبان دې هېڅکله دا خوب نه ويني چې دوى به د غزني ښار ونيسې بلکې هغوى يواځې غواړي چې د خلکو په منځ کې وېره واچوي.

په دې وروستيو کې داسې اوازې وې چې وسله وال طالبان غواړي څو د غزني پر ښار بريد وکړي او دغه ښار له دولتي ځواکونو ونيسې.

د دغه ولايت د ده يک ولسوالۍ يوه اوسېدونکي محمدانور پژواک ته وويل چې لسګونه وسله وال له ځانمرګو بريدګرو سره راټول شوي او غواړي چې پر غزني ښار بريد وکړي.

د غزني ښار يوه اوسېدونکي عبدالله وويل چې په دې وروستيو کې د غزني د ښار په ګډون د ولسواليو امنيتي حالت خراب دى او هره شېبه وېره شته چې وسله وال طالبان پر ښار بريد وکړي.

هغه زياتوي: ((زه پر امنيتي ځواکونو باور لرم خو وسله وال طالبان بېخي ښار ته نږدې شوي او په نږدې سيمو کې يې ماينونه خښ کړي دي.))

login or register a new account.