مزارشريف (پژواک، ١٢ تله ٩٤): چارواکي وايي چې په کندوز ښار کې د روانو نا امنيو له امله د دغه ولايت سلګونه اوسېدونکي د بلخ مرکز مزار شريف ښار ته ورغلي دي.
د يادونې ده، تېره اوونۍ وسله والو طالبانو د کندوز ښار ونيو، خو درى ورځې وروسته د دولتي ځواکونو د عملياتو په پايله کې د دغه ښار ډېرې برخې بېرته دولتي ځواکونو ونيولې، خو اوس هم په ښار کې د نښتو راپورونه ورکول کېږي.
د بلخ د کډوالو چارو رييس عبدالصبور قادري د تلې په ١٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل له تېرو دوو ورځو راهيسې د کندوز ولايت شاوخوا ٣٠٠ کسان مزارشريف ته د هوا له لارې راغلي دي.
هغه زياته کړه چې په دغو کسانو کې دولتي مامورين، د ولايتي شورا غړي، مدني فعالان، د رسنيو استازي او نور شامل دي.
نوموړي زياته کړه چې دوى ته د مزارشريف هوايي ډګر ته څېرمه په حاجي کمپ کې د اوسېدو اسانتيا برابره شوې او د ځايي ادارې له خوا يې د اعاشې او اباطې غم هم خوړل شوى دى.
قادري وايي، د دې تر څنګ د کندوز ښار لسګونه نور کسان په مزارشريف ښار کې د خپلو دوستانو او خپلوانو کورونو ته ورغلي او همالته اوسېږي.
د بلخ ولايت يوه مدني فعال او د راغلو کډوالو لپاره د جوړ شوي کمېسيون غړي متين اذرپور پژواک ته وويل چې له کندوزه په راغلو کسانو کې ٢١ مدني فعالان دي.
هغه زياته کړه چې دغه راز په دغو کسانو کې دولتي مامورين او د رسنيو استازي هم شامل دي او دا لړۍ روانه ده.
د نوموړي په وينا، کېداى شي بېځايه شوي تر نن مازديګره پورې له ٤٠٠ څخه واوړي.
له کندوز څخه راغلي د مدني ټولنې يوه فعال اسماعيل غريب پژواک اژانس ته وويل چې د ښځو او ماشومانو په ګډون يې د کورنۍ غړي د امام صاحب بندر ته لېږلي دي.
هغه زياته کړه چې د دوى ژوند په کندوز ښار کې له ګواښ سره مخ و او د بلخ له مسوولينو يې مننه وکړه چې د دوى ښه مېلمه پالنه کوي.
دغه راز په کندوز کې د امريکا غږ خبريال ګل رحيم نيازمند وايي چې ده خپله کورنۍ چې سپين ږيرى پلار او ماشومان دي د کندوز يوې خوندي سيمې ته لېږدولي او دوى دلته راغلي دي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP