غزني (پژواک، ١٢ تله ٩٤): څو شېبې وړاندې د غزني ښار په دويمه امنيتي حوزه کې چاودنه وشوه چې له امله يې دوه پوليس او اووه ملکي وګړي ټپيان شوي دي.
د غزني ولايت مرستيال والي محمدعلي احمدي د تلې په ١٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن له غرمې وروسته شاوخوا يوه نيمه بجه د غزني ښار د دويمې امنيتي حوزې اړوند د زاړه ټانګ په سيمه کې د پوليسو پر رينجر موټر چاودنه شوې ده.
هغه وايي چې په دې چاودونه کې دوه پوليس او دوه ملکي وګړي ټپيان شوي دي.
ده وويل: ((چاودېدونکي توکي په يوه بورۍ کې ځاى پر ځاى شوي وو چې د ريموټ په وسيله چاودنه ورکړل شوې ده.))
خو د غزني د ولايتي روغتون مشر ډاکتر بازمحمد همت پژواک ته وويل چې له يادې چاودنې ورته اووه تنه ټپيان وروړل شوي دي.
هغه وايي چې په تپيانو کې دوه مېرمنې، يو ماشوم او څلور نارينه شامل دي او ټول ملکي وګړي دي.
د يادې چاودني په اړه تر اوسه کومې وسله والې ډلې څه نه دي ويلي.
login or register a new account.