ښرنه (پژواک، ١٢ تله ٩٤): د پکتيکا يو شمېر اوسېدونکي د وروستيو نا امنيو له امله اندېښمن شوي خو د دغه ولايت امنيتي چارواکي وايي چې د نا امنيو د مخنيوي لپاره يې اړين تدابير نيولي دي.
په دې وروستيو کې وسله والو طالبانو د کندوز ښار په ګډون د تخار، بدخشان او هلمند ولايتونو يو شمېر ولسوالۍ تر خپلې ولکې لاندې راوستې خو امنيتي ځواکونو بېرته ترې نيولې دي.
د وسله والو طالبانو يادو خوځښتونو د يو شمېر نورو هېوادالو تر څنګ د پکتيکا ځيني اوسېدونکي هم اندېښمن کړي دي.
د اړوندې موضوع په اړه د جاني خېلو ولسوالۍ اوسېدونکي شاه فيصل پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دې وروستيو کې طالبانو په دې ولسوالۍ کې بريدونه ډېر کړي دي.
د ده په وينا، که دغه بريدونه په همدې توګه دوام پيدا کړي نو امکان لري چې دغه ولسوالۍ د وسله والو طالبانو په لاس سقوط وکړي.
شاه فيصل وايي چې په دې ولسوالۍ کې ځينو پوليسو دندې پرېيښې او قومي مشران هم له طالبانو سره پر روغې جوړې بوخت دي.
دغه راز د اومنې ولسوالۍ اوسېدونکي عبدالرحمن پژواک ته وويل: ((دوه ورځې وړاندې د دې ولسوالۍ په سپين کلي کې پوليسو خپله پوسته له يوې لنډې نښتې وروسته پريښوده نو هماغه مهال وسله والو طالبانو په کې خپل بيرغونه جګ کړل او د نيولو اعلان يې وکړ.))
د هغه د معلوماتو له مخې، په ياده نښته کې دوه سيمه ييز پوليس و وژل شول او يو بل ټپي شو او طالبانو يو رينجر موټر هم وسوځاوو.
د ښرنې ښار اوسېدونکي اکبر پژواک ته وويل چې په دې وروستيو کې د دولت د وسله والو مخالفينو له لوري هغه قومي مشران او ځوانان چې د دولت پلوي کوي هم وژل کېږي.
خو هغه په دې برخه کې کومه بېلګه وړاندې نه کړه.
يادو کسانو له امنيتي چارواکو د دغه ولايت په بېلابېلو سيمو کې د امنيت د ټينګښت غوښتنه وکړه.
دغه راز د پکتيکا د امنيې قوماندانۍ د امنيت امر سمنوال نثاراحمد عبدالرحيمزي پژواک ته وويل چې امنيتي ځواکونو د امنيت د ټينګښت په موخه اړين تدابير نيولي دي.
login or register a new account.