Language

د دولت اباد امنيه قوماندان و وژل شو

مزارشريف (پژواک، ١٣ تله ٩٤): د بلخ چارواکي وايي، چې د دې ولايت د دولت اباد ولسوالۍ امنيه قوماندان د ماين په چاودنه کې ووژل شو.

د بلخ ولايت د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال عبدالرزاق قادري د تلې په ١٣مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه پېښه نن مازيګر شاوخوا پنځه بجې د دولت اباد ولسوالۍ د بازار په منځ کې تر يوه پولګوټي لاندې د ځاى پرځاى شوي ماين د چاودنې له امله رامنځ ته شوې ده.

ده زياته کړه، په دې پېښه کې د دولت اباد امنيه قوماندان سمونمل عبدالرووف اخګر وژل شوى دى.

د يادې ولسوالۍ اوسېدونکي احمد ولي پژواک ته وويل: ((قوماندان په خپل موټر کې له ولسوالۍ نه کور ته په لار او خپله موټر ته ناست و، چې چاودنه پرې وشوه.))

د هغه په وينا، په دې چاودنه کې قوماندان و وژل شو او دوه ساتونکي يې هم ټپيان شول.

اخګر د تېرې پنجشنبې په ورځ د دولت اباد ولسوالۍ د امنيه قوماندان په توګه ټاکل شوى و.

دا په داسې حال کې ده، چې شاوخوا شل ورځې وړاندې د دولت اباد ولسوالۍ پخوانى امنيه قوماندان حيات الله هم د ماين په چاودنه کې وژل شوى و.

 

 

 

 

 

login or register a new account.

Related Topics