Language

زرغون ښار کې يوه لېسه جوړه شوه

ښرنه (پژواک،١٣تله ٩٤): د پکتيکا ولايت په زرغون ښار ولسوالۍ کې د ٢٢ ميليونو افغانيو په لګښت يوه لېسه جوړه او ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه.

د پکتیکا د پوهنې رييس کوچي ځاځي د تلې په ١٣مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه لېسه د شپږو مياشتو په موده کې د ٢٢ ميليونو افغانيو په لګښت جوړه شوې ده، چې ١٢ درسي او څلور اداري خونې لري.

هغه زياته کړه: ((دا لېسه د شپې لېسه ده او د هغو کسانو لپاره جوړه شوې، چې زده کړې يې په نيمايې کې پاتې او يا هم د ورځې له مخې زده کړو ته وخت نه لري.))

د ده په وينا، په دې لېسه کې په يوه وخت کې د زرو په شاوخوا کې زده کوونکي زده کړې کولاى شي او ماليې لګښت يې د نشه يې توکو پر وړاندې د مبارزې وزارت له لوري ورکول شوې ده.

د زرغون ښار اوسېدونکي محمد اياز، پژواک ته وويل چې د دې ودانۍ په جوړېدو سره به په دې ولسوالۍ کې د ښوونې او روزنې بهير نور هم چټک شي.

دى وايي: ((د ټولو هغو کسانو درسونه چې په نيمايي کې پاتې دي، کولاى شي له دې زرين چانس نه استفاده وکړي.))

د زرغون ښار ولسوالۍ قومي مشر ضابط زرخان پژواک ته وويل، تر دې وړاندې د دې لېسې زده کوونکو تر شنه اسمان لاندې په سختو شرایطو کې زده کړې کولې، خو  د دې ودانۍ په جوړېدو سره به يې ستونزې حل شي.

پکتيکا ولايت ٣٦٠ ښوونځي لري، خو له دې شمېرې څخه اويا سلنه يې ودانۍ نه لري.

 

 

 

 

login or register a new account.

Related Topics