پل علم (پژواک،١٣تله ۹۴): په لوګر کې د ښوونکي ورځ داسې مهال ونمانځل شوه چې د دغه ولايت چارواکي وايي، په تېرو ٦ مياشتو کې ٣٣ ښوونکي او زده کوونکي وژل شوي او ١٣ د نجونو ښوونځي تړل شوي دي.
د لوګر د پوهنې رياست وياند محمدشاپور عرب د تلې په ١٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د روان کال په اوږدو کې نا امنيو په دغه ولايت کې د پوهنې بهير له ګواښونو سره مخ کړى دى.
د هغه د معلوماتو له مخې، په تېرو شپږو مياشتو کې ۱۶ ښوونکي او ١٧ زده کوونکي وژل شوي او نهه ښوونکي او ١١زده کوونکي ټپيان شوي دي.
ده وويل، وسله والو طالبانو په مرکز پل علم، برکي برک او څرخ ولسواليو کې د نجونو ١٣ښوونځي هم تړلي دي.
خو وسله والو طالبان بيا وايي چې ياد ښوونځي دوى نه دي تړلي.
عرب وايي: ((موږ د جګړې له ښکېلو خواو غواړو چې ښوونکي، زده کوونکي او د پوهنې رياست کارکوونکي د خپلو سیاسي موخو هدف ونه ګرځوي او دا دې ومني چې د پوهنې وزارت په چوکاټ کې ښوونکي، زده کوونکي او کارکوونکي ټول غیر سیاسي خلک دي او زیان رسول ورته، له هېواد سره لویه جفا ده.))
ده له وسله والو طالبانو غوښتنه وکړه چې نجونو ته د زده کړې اجازه ورکړي، تر څو په راتلونکي کې د هېواد لپاره خدمت وکړي.
هغه دا هم وويل چې د روان کال په اوږدو کې په دغه ولايت کې يواځې يو ښوونځى د ناپېژاندو کسانو له خوا سوځول شوى دى.
د عرب په وينا، په دغه ولايت کې د پوهنې رياست د مسلکي استادانو او درسي کتابونو له ستونزو سره هم مخ دى.
خو د لوګر د امنيې قوماندانۍ د جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې مدير سمونوال محمد جان عابد پژواک ته وويل، د لوګر په ګډون په ټول هېواد کې د پوهنې بهير د نا امنيو له امله له ستونزو سره مخ دى.
هغه زياته کړه: ((هر هغه څوک چې د پوهنې پر وړاندې ستونزې جوړوي، هغه د دې خاورې تر ټولو لوی دښمنان دي.))
د عابد په خبره، په دغه ولايت کې امنيتي ځواکونه هڅې کوي چې د ښوونکو او زده کوونکو امنيت په بشپړه توګه خوندي کړي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP