Language

غزني کې لسګونو وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

غزني ښار (پژواک، ١٤ تله ٩٤):د غزني امنيتي چارواکي وايي چې د يو لړ عملياتو په ترڅ کې په مرکز او ولسواليو کې شاوخوا سلو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

په غزني کې د ۲۰۳ تندر قُل اردو د دریمې لوا قوماندان غلام حیدر نیکپی د وږي په ١٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې له تېرو څلورو ورڅو راهيسې امنيتي ځواکونو په مرکز او ولسواليو کې د طالبانو پر وړاندې پوځي عمليات پيل کړي دي.

هغه وايي چې په ياده موده کې ٥٠ وسله وال طالبان وژل شوي او ٥٢ نور ټپيان شوي چې په وژل شوو کې د طالبانو ځيني قوماندانان او بهرني طالبان هم شامل دي.

ده زياته کړه چې دغو وسله والو طالبانو غوښتل په غزني ښار او ولسواليو کې پر امنيتي پوستو بريدونه وکړي خو موخې ته تر رسېدو وړاندې يو شمېر يې ووژل شول او ګڼ نور ټپيان شول.

خو د غزني اوسېدونکي وايي چې په دې وروستيو کې په دغه ولايت کې امنيتي حالات ترينګلي شوي دي او په خلکو کې وېره پيدا شوې ده.

د غزني ښار اوسېدونکي رحيم الله پژواک ته وويل: ((د کندوز پېښې خلکو ته وېره پيدا کړې، کاروبار نشته، ډېر خلک له وېرې له کوره نه وځي.))

هغه زياته کړه چې د غزني ښار شاوخوا سيمو ته طالبان راغلي او کله نا کله پر امنيتي پوستو بريدونه کوي.

دغه راز د غزني د اندړو ولسوالۍ اوسېدونکي وحيدالله هم وايي چې په دې وروستيو کې د غزني ښار په ګډون په ټول ولايت کې امنيتي حالات ښه نه دي.

ده وويل که حکومت د غزني امنيت ته ځانګړې پاملرنه ونه کړي امکان لري چې ډېر ژر به دغه ولايت هم د طالبانو په لاس سقوط وکړي.

څو ورځې وړاندې وسله والو طالبانو د کندوز ولايت تر خپلې ولکې لاندې راوست خو وروسته د امنيتي ځواکونو د پوځې عملياتو په ترڅ کې د دغه ولايت ډېره برخه د طالبانو له منګلو وژغورل شوه.

بلخوا  د غزني د ملې امنیت مشر علي احمد مبارز  هم پژواک ته وويل چې په دې وروستيو کې په غزني ولايت کې د  نا امنو له امله خلکو ته وېره پيدا شوې ده.

خو وايي چې خلک بايد پر امنيتي ځواکونو باور وکړي او د امنيت د ټينګښت په برخه کې له امنيتي ځواکونو سره مرستې وکړي.

login or register a new account.