Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

لغمان کې د بيارغونې څلور پروژې ګتې اخيستنې ته وسپارل شوې

مهترلام (پژواک، ١٤ تله ٩٤): په لغمان ولايت کې د بيارغونې د څلورو پروژو په بشپړېدو سره د دغه ولايت د قرغيو ولسواليو د زرګونو کورنيو ستونزې هوارې شوې.

د لغمان والي عبدالجبار نعيمي د يادو پروژو د پرانيستې پر مهال پژواک خبري اژانس ته وويل چې د بيارغونې په دغو پروژو کې په الينګار ولسوالۍ کې يو جامع جومات، د قرغيو ولسوالۍ له غونډۍ کلي تر لمټۍ کلي پورې د (٩،١٨) کيلومتره سړک جغل اچول شامل دي.

هغه زياته کړه چې دغه راز د ولايت د مرکز مهترلام ښار اړوند د بصرام په کلي کې د کرنې او مالدارۍ لېسې دوه پوړيزه ودانۍ او د قرغيو ولسوالۍ د همزنګ استنادي دېوال پروژې شاملې دي.

نعيمي وويل چې پر دغو پروژو په ټوليزه توګه څه د پاسه ٤٧ ميليونه، پنځه سوه زره افغانۍ لګښت راغلى دى.

د لغمان والي يادې پروژې د دغه ولايت د امنيت، پرمختګ او بيارغونې لپاره مهمې وبللې او زياته يې کړه چې د بيارغونې په برخه کې يې د دغه ولايت د خلکو غوښتنې مرکزي ادارو او نړيوالو مرستندويه بنسټونو ته رسولې دي.

نعيمي د بيارغونې پروژې د کاري فرصتونو د ايجاد او ولسي ستونزو په هواري کې خورا مهمې وبللې له خلکو يې وغوښتل چې د پروژو د ساتنې تر څنګ د امنيت په تامين کې له امنيتي ځواکونو سره همکاري وکړي.

د لغمان والي دا هم وويل چې ټولې پروژې بايد په ښه کيفيت سره پلې شي او که چېرې په دې برخه کې غفلت وشي، عاملين به يې مجازات شي.

د لغمان د ولايتي شورا غړي عتيق الله عبدالرحيمزي د ولسونو په استازيتوب د يادو پروژو پر پلي کېدو خوښي څرګنده کړه او د بيارغونې کارونه يې د خلکو اساسي غوښتنې وبللې.

نوموړي د ولايتي ادارې هغه هڅې ګټورې وبللې چې د دغه ولايت د پرمختګ، امنيت او بيارغونې لپاره يې پيل کړې، پر خلکو يې غږ وکړ چې له خپل دولت سره همکار شي.

عبدالرحيمزي وويل چې په قرغيو ولسوالۍ کې په سړک جوړېدو سره به د سيمې د کروندګرو ستونزې هوارې او اوس به دوى په اسانه خپل حاصلات بازار ته ورسولاى شي.

د حاجي بادام په نوم د سيمې يوه بل اوسېدونکي د استنادي دېوال پر جوړېدو خوښي څرګنده کړه او ويې ويل چې پخوا به په سيند کې د سېلاب راتلو پر مهال د خلکو کرنيزې ځمکې ويجاړېدې. 

login or register a new account.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.