کندوز (پژواک، ١٤ تله ٩٤): د کندوز امنيتي چارواکي وايي چې طالبانو ځيني پاکستاني جنرالان په تابوتونو او ښځينه جامو کې له کندوز ښاره ايستلي دي.
د کندوز د امنيې قوماندانۍ وياند سيد سرور حسيني پژواک خبري اژانس ته وويل، د کشفي او امنيتي ارګانونو د معلوماتو له مخې، د طالبانو له خوا د کندوز ښار د نيولو په لومړيو ورځو کې چې کله امنيتي ځواکونو هغوى په ښار کې کلابند کړل، نو اړ شوي چې يو شمېر پاکستاني جنرالان په تابوتونو کې د مړو په بڼه وباسي.
هغه وايي چې طالبانو ځيني نور جنرالان په ښځينه جامو او چادريو کې له ښاره ايستلي دي.
حسيني زياته کړه، امنيتي ځواکونه توانېدلي، څو دا جنرالان چې له طالبانو سره يې د کندوز ښار په نيولو کې مرسته کړې وه، ونيسي.
دغه امنيتي چارواکي د نيول شوو "جنرالانو" د استوګنې د کره ځاى ځايګي په اړه معلومات ورنه کړل.
ځينو رسنيو د ځمکنيو ځواکونو د قوماندان مراد علي مراد له قوله ويلي چې له کندوز ښاره دا شړل شوي جنرالان له کندوز نه بهر د جګړې مشري کوي.
د کندوز امنيتي چارواکي وايي چې د کورنيو طالبانو تر څنګ پاکستاين، چيچيني، ازبکستاني، عرب او تاجکستاني وګړي هم د دولت پر وړاندې جګړه کوي، درى ورځې وړاندې د کندوز ولايت سرپرست هم د ١٠ بهرنيو وګړو د هويت د تثبيت خبره کړې وه.
عيني شاهدان وايي چې طالبانو تېر ماښام د کندوز ښار پر چوک بريد وکړ، خو بريد يې د ملي اردو د کومانډو په ګډون د امنيتي ځواکونوله خوا شا ته وتمبول شو.
د کندوز ښاريان وايي چې طالبانو د استوګنې په کورونو کې مورچې نيولې او بيا چاڼ شي.
د کندوز ولايتي شورا مرستيال امرالدين وويل: ((طالبانو د استوګنې په کورونو کې ځانونه پټ کړي او له دغو کورونو پر امنيتي ځواکونو ډزې کوي، د خلکو دا اندېښنې بايد ډېر ژر لرې کړل شي.))
نوموړى د امنيتي ځواکونو د کمزورو هڅو په اړه د اندېښنې په څرګندولو سره وايي چې دغه امنيتي ځواکونه طالبانو ته د امنيتي ځواکونو پر وړاندې د بېرته ځواکمن کېدو فرصت ورکوي.
د ولايتي شورا د مرستيال په خبره، کله چې امنيتي ځواکونه ساحې نيسي بې پروايي کوي، طالبان له همدې تشو ګټه اخلي، خپل ځان بېرته سمبالوي او هغه ساحې ترې بېرته نيسي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP