پل علم (پژواک، ۱۴ تله ۹۴): د لوګر د ولايتي شورا ځيني غړي وايي چې د کانونو وزارت په غير قانوني ډول يوه خصوصي شرکت ته د محمداغې ولسوالۍ د کرومايټ قيمتي ډبرو د استخراج اجازه ورکړې ده.
د کرومايټ ډبرې په عمومي ډول په فولادو او وسپنې کې کارېږي او د مرميو په جورښټ سربېره په زرهي موټرو او د مرمۍ ضد واسکټونو په جوړلو کې ترې هم کار اخيستل کېږي.
د لوګر د ولايتي شورا منشي محمد ناصرغيرت د وږي ١٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د کانونو وزارت چارواکو په غیر قانوني ډول د "میټایل ماینینګ یوکي" په نوم خصوصي شرکت ته د محمداغی ولسوالی د کرومایو قيمتي ډبرو د استخراج اجازه ورکړې ده.
غيرت وايي له تېرو ۱۴کلنور را په دېخوا د لوګر په بېلابېلو برخو کې د کرومایټ ډبرو د غیر قانوني استخراج اوقاچاق لړۍ روانه وه خو لس مياشتې مخکې ودرول شوه.
هغه زياته کړه: "د ولایت مقام، خلکو او ولایتی شورا د شکایتونو او د ولسمشر د حکم پر اساس له تیرو ۱۰ میاشتو راهیسې په دغه ولایت کې د کرومایټ د استخراج او قاچاق لړۍ درول شوې وه خو اوس يو ځل بيا شروع شوه. "
د ده په وينا، د ولايتي شورا غړي د کرومايټ کان ته ورغلي و او د ياد شرکت وسايل يې له ځانه سره راوړي او کار يې پرې بند کړى دى.
خو ده وويل : "اوس دغو شرکت د شپې له مخې په قاچاقي توګه له کان نه کرومايټ ډبرې وباسي."
دغه راز د ولایتي شورا بل غړي محمدقسیم خوشیوال هم پژواک ته وويل چې په دې وروستيو کې په دغه ولايت کې د کرومايټ ډبرو غير قانوني استخراج پيل شوى دى.
هغه وویل: ((ما تېره ورځ په خپلو سترګو دوه لارۍ موټر چې د کرومایټ ډبرو په کې بار وې او په رڼا ورځ له لوګر څخه د پکتیا لور ته روانې وې ولیدل خو د موټو درول او نیول د ما له وسه پورته وه او هغه ډبرې به اوس پاکستان ته رسیدلې وي.))
هغه د چا د نوم له اخيستو پرته وويل چې د يادو ډبرو په قاچاق کې لوړپوړې کسان لاس لري او بايد مخه يې ونيول شي.
خو د لوګر د ولايتي شورا مشر حسیب الله ستانګزي پژواک ته وويل چی د کرومایټ په غیر قانونی استخراج او قاچاق کې د دغه ولایت د پخوانیو چارواکو او امنیتي مسوولینو لاس و خو د نوي والي په راتګ سره د قاچاق مخه نیول شوی ده.
هغه زياته کړه په دې وروستیو کې د کانونو وزارت له ځینو خصوصي شرکتونو سره په لوګر کې د کرومایټ د کانونو د (اکتشاف) قرادادونه لاسليک کړي خو هر ډول کیندنه يې غیر قانوني ده.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP