Language

مزارشريف کې يوې ديني مدرسې ته ودانۍ جوړه شوه

مزارشريف (پژواک، ١٥ تله ٩٤): د  بلخ په مرکز مزارشريف ښار کې د دغه ولايت د ښځو چارو رياست له خوا د نجونو لپاره د قران کريم د زده کړې او حفظ مدرسې ودانۍ پرانيستل شوه.

د " قبا"په نوم د نجونو لپاره د قران کريم د زده کړې دغه مدرسه د تلې په ۱۵مه د يوز غونډې په ترڅ کې پرانيستل شوه، چې د دولتي چارواکو تر څنګ په کې د مدرسې زده کوونکو هم برخه اخيستې وه.

د بلخ د ښځو چارو رييسې مېرمن شهلا حديد پژواک خبري اژانس ته وويل چې د دې مدرسې ودانۍ د ترکيې هېواد په مالي ملاتړ د تېرو دوو مياشتو په اوږدو کې جوړه شوې ده.

نوموړې زياته کړه چې"قبا" مدرسه د مېرمنو لپاره د رابعه بلخي د سوداګريز مارکېټ په انګړ کې په سل متر مربع ځمکه کې جوړه شوې ده.

د هغې په وينا، د مدرسې په ودانۍ کې يو ستر سالون، دلېز، چای خونه او درى تشنابونه شامل دي.

مېرمن حديد وويل چې په ياده مدرسه کې د دوه ښوونکو له خوا ۱۲۰ زده کوونکو ته د قران کريم زده کړې ورکول کېږي.

نوموړې زياته کړه چې د ښوونکو د معاش لپاره له زده کوونکو په کمه فيصدي فيس هم اخيستل کېږي.

د هغې په وينا، ياده مدرسه يې ځکه د سوداګريزو مېرمنو لپاره په ځانګړي شوي مارکېټ کې جوړه کړه چې دغه ځای ته د ښځو تګ راتګ ډېر دی او د دوی لپاره ارام چاپېريال دی.

د يادې مدرسې زده کوونکې مرزيلا پژواک خبري اژانس ته وويل چې له تېرو دوو کلونو په دې مدرسه کې د قران کريم د قرائت، تجويد او حفظ په برخه کې زده کړې کوي.

login or register a new account.