کابل (پژواک، ١٧ تله ٩٤): د اشانګهاى د همکارۍ سازمان عمومي سرمنشي ويلي چې افغانستان د دغه سيمه ييز سازمان د بشپړ غړيتوب غوښتنه کړې ده.
دمتيري مزنتسف (Dmitry Mezentsev)ويلي چې د افغانستان د حکومت چارواکو دغه غوښته په تازه مطرح کړې ده.
د اسيا پلاس (Asia-Plus) خبري اژانس د هغه له خولې ويلي چې د افغانستان اوسنۍ اوضاع د دغه سازمان په ورځنۍ ځانګړې اجنډا کې ځاى لري او د سيمه ييز ثبات د ټينګښت اړوند موضوعاتو ډېر ارزښت پيدا کړى دى.
مزنتسف زياته کړې: ((له افغانستان سره همکار بايد له نشه يي توکو او ترهګرۍ سره په مبارزه کې خلاصه نه شي، بلکې دغه همکاري بايد په اقتصادي، فرهنګي او بشري مرستو په برخو کې هم وشي.))
د هغه په خبره، دغه سازمان په اقتصادي، فرهنګي او دغه راز د بشري مرستو په برخو کې د همکاريو د پراختيا لپاره د اولويت بندۍ يو سيستم په پام کې لري.
په وروستي يوه کال کې په افغانستان کې د نا امنيو ډېروالي د شانګهاى غړو هېوادونو په ځانګړې توګه روسيې ته اندېښنې پيدا کړې او افغانستان هم د دغه سازمان ارزښت ته په اشارې د افغانستان د ثبات په ټينګښت او اقتصادي پراختيا کې له هغو د مرستې غوښتنه کړې ده.
د روان کال د غويي په مياشت د دغه سازمان د ترهګرۍ ضد برخې يو پلاوى کابل ته راغى، د دواړو خواوو د علاقې وړ بحث په ترڅ کې يې له ترهګرۍ سره د مبارزې، سختدريځۍ او تجزيه طلبۍ په برخو کې د همکارۍ پروتوکول له کابل سره لاسليک کړ.
د شانګهاى سازمان په ١٣٨٠ کال کې د چين، روسيې، قرغيزستان، قزاقستان، ازبکستان او تاجکستان هېوادونو له خوا رامنځته شو.
خو اوس افغانستان، ايران، پاکستان، هند، بلاروس او مغولستان د ناظرينو، ترکيې او سريلانکا د ((مکالماتو د شريک)) په توګه په دغه سازمان کې ځاى موندلى دى.
login or register a new account.