کندهار (پژواک، ١٧ تله ٩٤): چارواکي وايي د کندهار په ښورواک ولسوالۍ کې يې ځانګړي عمليات کړي چې پر مهال يې ١٠٠ کورني او بهرني وسله وال وژل شوي او ٥٠ نور ټپيان شوي دي.
دغه عمليات د سرحدي پوليسو له خوا د بهرنيو ځواکونو د غوڅ ملاتړ د هوايي ځواک په مرسته پرون ترسره شوي دي.
د کندهار د امنيې قومندانۍ وياند ضيا دراني پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه په ښوراوک ولسوالۍ کې له تيارې څخه په ګټې اخيستو لسګونه وسله وال د ډيورنډ کرښې له پورې غاړې را اوښتي وو او غوښتل يې پر امنيتي پوستو پراخ بريدونه وکړي.
هغه زياته کړه، دغه وسله وال د امنيه قومندان جنرال عبدالرازق په مشرۍ د سرحدي ځواکونو له خوا وڅارل شول او مخکې له دې چې پر ولسوالۍ بريد وکړي د بهرنيو ځواکونو د غوڅ ملاتړ د هوايي ځواک په مرسته يې پر ضد عمليات وشول.
دى وايي، عملياتو د شپې تر ناوخته دوام درلود چې په پايله کې يې ١٠٠ تنه کورني او بهرني وسله وال ووژل شول او ٥٠ تنه نور ټپيان شوى دى.
د ده په خبره، په دغو عملياتو کې د وسله والو مخالفينو لسګونه موټرسايکل، موټر، وسلې، چاودېدونکي توکي او نور مهمات له منځه وړل شوي دي.
دراني وويل چې په عملياتو کې افغان ځواکونو، د غوڅ ملاتړ هوايي ځواکونو او ملکي وګړو ته هېڅ زيان نه دى اوښتى.
د ښوراوک ولسوالۍ يوې امنيتي سرچينې پژواک خبري اژانس ته وويل، وسله والو اصلاً غوښتل چې ښورواک ولسوالۍ سقوط کړي؛ ځکه خو په دومره لوى شمېر په سپکو او درنو وسلو سمبال راغلي وو.
دغې سرچينې زياته کړه، چې په دې توګه امنيتي ځواکونو وکړاى شول د دې ولسوالۍ د سقوط هڅه شنډه کړي.
د کندهار د والي وياند صميم خپلواک هم پژواک اژانس ته وويل چې په ښوراوک ولسوالۍ کې د وسله والو د پراخ بريد مخنيوى شوى او درانه زيانونه ور اوښتي دي.
هغه زياته کړه، د عملياتو په پايله کې ١٥٠ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې او ټول وسايط او وسلې يې له منځه وړل شوي دي.
بل خوا امنيتي چارواکي خبر ورکوي چې په غورک ولسوالۍ کې يې هم د وسله والو مخالفينو بريدونه په شا تمبولي او هغوى ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP