Language

د ورانکارو کړنو پر وړاندې د ديني عالمانو، مدني ټولنې او رسنيو پر همغږۍ ټينګار وشو

مزارشريف (پژواک، ١٩ تله ٩٤): په بلخ ولايت کې په هېواد کې د ورانکارو فعاليتونو او ځانمرګو بريدونو پر وړاندې د ديني عالمانو، مدني ټولنو او د رسنيو د همغږۍ په موخه غونډه وشوه.

دغه غونډه نن د بلخ  په مرکز مزارشريف ښار کې د حج او اوقافو رياست په نوښت جوړه شوه، چې په کې ديني عالمانو، د بېلا بېلو مدني ټولنو او رسنيو مسوولينو برخه اخيستې وه.

د بلخ ولايت د حج او اوقافو رييس محمد عارض وزين د يادې غونډې په څنډه کې پژواک خبري اژانس ته وويل، په نننۍ غونډه کې د بلخ د ديني عالمانو ترڅنګ، د مدني ټولنو غړو او د رسنيو مسوولینو ګډون کړى، چې د دولت وسله والو مخالفينو پر وړاندې په څه ډول يو ځای حرکت وکړای شي.

هغه وويل: ((د وحشت او وېرې خپرول په اسلام کې حرام دی او هر څوک چې دغه چاره تر سره کوي، د الله پر وړاندې ملامت دي.))

وزين وايي، هر څوک چې په افغانستان کې دغه ډول عملونه کوي، چاودنې کوي، ترور کوي، وحشت خپروي او ځانمرګي بريدونه کوي، د اسلام د احکامو له مخې غير اسلامي چاره تر سره کوي.

نوموړي زياته کړه، افغانان د پرمختګ او پراختيا لپاره دې ته اړتیا لري، چې د دښمن پر وړاندې سره همغږۍ اوسي.

هغه وویل: ((موږ اړتیا لرو، چې د يو بل لاس ونيسو، هېواد له اوسنيو حالاتو څخه وباسو، ترڅو پرمختللی هېواد ولرو.))

له مزارشريف څخه خپرېدونکي د ارزو راډيو تلويزون مسوول نجيب پيکان د يادې غونډې په څنډه کې پژواک ته وويل، ځينې کړۍ هڅه کوي د مدني ټولنې غړو او ديني عالمانو تر منځ جلاوالى راولي.

نوموړي زياته کړه، په ټول هېواد کې مدني حرکتونه ملي او اسلامي بڼه لري او هېڅ وخت دغه حرکتونه د ديني عالمانو له ملاتړ او مرستې ښې پايلې نه شي لرلی.

د هغه په وينا، دې ته اړتيا ده، چې ټولې خواوې سره نږدې شي او د هېواد د اوسنيو حالاتو د سمون لپاره په همغږۍ خپل غږ پورته کړي.

پيکان د ځانمرګو بريدونو او د چاودنو په اړه وویل، دغه چارې د نړۍ د اسلامي عالمانو شورا تر څنګ د افغانستان د ديني عالمانو شورا هم غندلې دي او دوى يې د پرېکړې ملاتړ کوي.

د حج او اقافو رييس وايي، دوی به هڅه کوي، له دې وروسته هم د غونډو او د نورو بېلا بېلو کړنو له لارې د درې خواوو د نږدېوالي لپاره هڅې وکړي.

login or register a new account.

Related Topics