Language

د کاپيسا او اروزګان جګړو کې دولتي سرتېرو او طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

ترينکوټ، محمود راقي ( پژواک، ٢٠ تله ٩٤ ) : چارواکي وايي چې په کاپيسا او اروزګان ولايتونو کې يې تر ٣٠ زياتو وسله والو طالبانو او يو شمېر دولتي سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

په اروزګان ولايت کې دلويو لارو قوماندان دويم څارن دستګير الماس د تلې په ٢٠مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه سلګونو وسله والو طالبانو د ترينکوټ _ کندهار پر لويه  د پوليسو پر پوستو بريدونه کړي وو.

هغه زياته کړه، چې په دې بريدونو کې دوه پوليس ټپيان شوي، خو د دولتي ځواکونو په ځوابي بريدونو کې د دوو قوماندانانو په ګډون ٨ تنه وسله وال وژل شوي او څلور نور يې ټپان دي.

الماس وايي چې دې پوستو د ترينکوټ ښار اړونده د کخي او د کندهار اړونده د کنه سنګ په سيمو کې موقعيت درلود.

بله خوا د ٢٠١ سيلاب قول اردو وايي چې د کاپيسا ولايت په تګاب ولسوالۍ کې د عملياتو پر مهال يې ١٢ تنه وسله وال وژلي او نهه نور يې ټپيان شوي دي.

د يادې قول اردو له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دوى په تګاب ولسوالۍ کې د خنجر ١٤ په نامه چاڼيز عمليات په لاره اچولي دي.

سرچينې زياته کړې چې ددې عملياتو پر مهال له وسله والو مخالفينو سره نښتې هم شوي چې له امله يې د يادې مرګ ژوبلې ترڅنګ دوه د ملي امنيت سرتېري هم ټپيان شوي دي.

خو په تګاب کې د سيمه ييزو پوليسو يوه قوماندان پژواک ته وويل چې پرون په يوه چاودنه کې د ملي اردو شپږ سرتېري وژل شوي او دوه نور  ټپيان دي.

پرون ځينې وسله وال طالبان د تګاب بازار ته ننوتلي او تر ډزو کولو وروسته بېرته وتلي دي.

د ښار يوه اوسېدونکي جان محمد پژواک ته وويل چې نن په ولسوالۍ کې وضعيت نور مال دى او په ولسوالۍ کې د چارواکو غونډه روانه ده.

 

login or register a new account.