Language

ښرنه کې وسله والو طالبانو دوه تنه له حکومت سره د همکارۍ په تور وژلي

ښرنه(پژواک،٢٠تله٩٤): د پکتيکا ولايت په مرکز ښرنه کې وسله والو طالبانو دوه تنه له حکومت سره د همکارۍ په تور وژلي دي.

د پکتيکا د والي وياند نبي الله پيرخېل د تلې په٢٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې پرون ناوخته وسله والو طالبانو د مرکز اړوند د شادي په سيمه کې دوه تنه له حکومت سره د همکارۍ په تور پر ډزو وژلي دي.

خو پيرخېل وايي چې يادو کسانو له دولت سره هيڅ ډول همکاري نه درلوده او ملکي کسان و.

د شادي سيمې يوه اوسېدونکي د نوم نه ښودلو په شرط پژواک ته وويل: (( طالبانو دغه دوه کسان پر ډزو ووژل چې اوس يې هم مړي په سيمه کې پراته دي.))

د پکتيکا والي امين الله شارق هم د يادو کسانو پر وژل کيدو خواشيني ښودلې ده.

په پکتيکا کې سيمه ييزو طالبانو هم د يادو کسانو وژنه تاييد کړې ده.

د شهاب الدين اتل په نوم يوه طالب پژواک ته وويل چې ياد شوي کسان تېره ورځ  طالبانو وژلي دي.

ده وويل چې وژل شويو کسانو يوه يې له ملي امنيت سره او بل يې له سيمه ييزو پوليسو سره دنده ترسره کوله.

دا په داسی حال کې ده چې درې ورځې وړاندې هم وسله والو طالبانو په ښرنه کې يوتن له سيمه ييزو پوليسو سره د همکارۍ په تور وژلى و.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.