محمودراقي (پژواک ٢١ تله ٩٤): د کاپيسا چارواکي وايي، د دې ولايت په تګاب ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو او دولتي ځواکونو ترمنځ نښته شوې او طالبانو درېيو امنيتي پوستو ته اور اچولى دى.
د تګاب د سيمه ييزو پوليسو قوماندان اسداغا ساپي، پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن له غرمې وروسته تراوسه (د مازيګر شاوخوا پنځه بجې) د دواړو لورو ترمنځ د ولسوالۍ ودانۍ په درې کيلومترۍ کې د کورغل، انار زوى، شهرک او غني خېلو په سيمو کې جګړه روانه ده.
د هغه په وينا، لومړني معلومات ښيي، چې څلور بهرني وسله وال طالبان په کې ټپيان دي.
د ده په وينا، د تګاب په کورغل سيمه کې ملي پوليسو له درېيو پوستو څخه شاتګ کړى او ورپسې طالبانو اور وراچولى دى.
د تګاب د سيمه ييزو پوليسو قوماندان دغه راز وايي، د يادې نښتې له امله کابو ١٣٠ کورنۍ د تګاب ولسوالۍ په ځانګړي توګه له شهرک سيمې څخه کډه کولو ته مجبورې شوې دي.
د شهرک سيمې يوه اوسېدونکي عبدالصمد وويل، دا چې د جګړې له امله پر کورونو مرمۍ لګېدې، نو له وېرې يې خپله کورنۍ کابل ته لېږلې او دى په سيمه کې دى.
د تګاب ولسوال قدوس ساپى وايي چې د ولسوالۍ امنيتي وضعيت خراب دى او ناامني د ولسوالۍ لمنې ته رسېدلې ده.
خو دى وايي، له بهرنيو ځواکونو سره په دې اړه همغږۍ پيل کړې او غواړي چې له وسله والو طالبانو د تګاب ځينې سيمې تصفيه کړي.
د کاپيسا امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالکريم فايق، ياده جګړه تاييدوي، خو د مرګ ژوبلې په اړه معلومات نه لري.
هغه زياتوي چې د تګاب په بېلابېلو سيمو کې چاڼيز عمليات روان دي.
وسله وال طالبان بيا وايي، چې په تګاب کې يې ٧ پوستې نيولې او يوه اندازه وسلې لاسته ورغلې دي.
login or register a new account.