غزني (پژواک ٢١ تله ٩٤): د غزني چارواکي وايي، چې د وسله والو طالبانو له لوري پر غزني ښار اته توغندل توغول شوي، چې له امله يې يوه مېرمن وژل شوې او ٧ تنه نور ژوبل شوي دي.
د غزني مرستيال والي محمد علي احمدي، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه توغندي نن مازيګر نږدې پنځه بجې د ښار په خشک او درېيم پلان سيمو لګېدلي دي.
د غزني د ولايتي روغتون رييس ډاکټر بازمحمد همت، وايي چې دوى ته د ېوې مېرمنې جسد او څلور ټپيان چې يوه مېرمن ده، ور وړل شوي دي.
ده زياته کړه، د ټپيانو روغتيايي حالت ښه دى.
بل خوا په غزني کې د نثار شخصي روغتون مشر خيرالدين نثار هم وايي، چې دوى ته درې ټپي شوي محصلين چې د خونې څنګ ته يې د هاوان مرمۍ لګېدلې، لېږدول شوي دي.
ده د يادو کسانو روغتيايي حالت د ډاډ وړ وباله.
وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ويلي.
تېره ورځ هم پر غزني ښار توغندي توغول شوي وو، خو مرګ ژوبله يې نه لرله.
login or register a new account.