Language

په غزني کې د کابل- کندهار لار په دويمه ورځ هم تړلې

غزني (پژواک، ٢١ تله ٩٤): د غزني امنيتي چارواکي وايي چې وسله والو طالبانو د دويمې ورځې لپاره هم د کابل- کندهار لويه لار تړلې ساتلې ده.

د چارواکې په ادعا، افغان او بهرينو ځواکونو د يادې لارې د خلاصون لپاره هوايي او ځمکني بريدونه ترسره کړي چې له امله يې ٩٠ طالبانو او نهه ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د غزني يو شمېر اوسېدونکو او د ولايتي شورا غړو پرون سهار پژواک خبري اژانس ته ويلي وو چې وسله والو طالبانو د غزني ښار اړوند د اسفندې په سيمه کې د کابل- کندهار لويه لار د خلکو پر مخ تړلې ده.

خو د غزني والي امان الله هميم پرون مازديګر د يوې خبري غونډې په ترڅ کې وويل چې امنيتي ځواکونو وسله وال طالبان پر شا تمبولي او لاره يې د ترافيکو پر مخ خلاصه کړې ده.

خو د غزني مرستيال والي محمدعلي احمدي نن د تلې په ٢١مه پژواک ته وويل چې اوس هم د کابل- کندهار لويه لار د وسله والو طالبانو له لوري تړلې شوې ده.

هغه وايي چې تېره شپه افغان امنيتي ځواکونو په اسفندې او قلعه قاضي سيمو کې د وسله والو طالبانو پر مرکزونو بريدونه کړي دي.

ده وويل چې د يادو بريدونو له امله پنځوس طالبان وژل شوي او ٤٠ تنه نور ټپيان دي چې په وژل شوو کې د طالبانو مشهور قوماندان ملا سلام هم شامل دى.

هغه دا هم وويل چې په دغو بريدونو کې د يوې مېرمنې په ګډون څلور ملکي وګړي وژل شوي او پنځه نور ټپيان دي.

دغه راز په غزني کې د ځانګړو ځواکونو قوماندان محمد اسماعيل قريشي هم طالبانو ته اوښتې مرګ ژوبله تاييد کړه.

هغه وويل چې د تيرې شپې په بريدونو کې د طالبانو يو بل مشهور قوماندان ملا ادريس هم ټپي شوى دى.

ده زياته کړه: ((زموږ نوي قطعات راغلي دي، ډېر ژر به د لارې د خلاصون عمليات پيل کړو.))

يادو دواړو حکومتي چارواکو په دې نښتو کې د امنيتي کسانو د مرګ ژوبلې په اړه څه ونه ويل.

login or register a new account.