Language

پکتيا کې د بهرنيو ځواکونو الوتکه غورځېدلې

ګردېز (پژواک ٢١ تله ٩٤): د پکتيا امنيتي مسوولين وايي، په دې ولايت کې د امريکايي ځواکونو د يوې الوتکې له نسکورېدو خبر شوي، خو په اړه يې کره معلومات نه لري.

د دې ولايت امنيه قومندان پاسوال زلمي اورياخېل، پژواک خبري اژانس ته وويل، هغه ځای چې احتمال کېږي امريکايي الوتکه به په کې راغورځېدلې وي، ناامنه او غرنۍ سيمه ده او د معلوماتو کره کول به يې وخت وغواړي.

له بلې خوا د سيمې خلک وايي، چې د امريکايي چورلکې ټوټې يې ليدلې، چې نن ماښام راغورځېدلې ده.

د پکتيا د سيد کرم ولسوالۍ د  کوه سين سيمې يوه اوسېدونکی سيدالله پژواک وويل، چې له ماښام راهيسې امريکايي الوتکې په ياده سيمه باندې الوتنې کوي.

وسله وال طالبان بيا وايي، چې نن مازيګر کابو پنځه بجې يې د پکتيا د سيد کرم ولسوالۍ په کوه سين سيمه کې يوه جنګي الوتکه رانسکور کړې ده.

خو په کابل کې د ناټو ځواکونو د روزنې ماموريت (غوڅ ملاتړ) مطبوعاتي دفتر پژواک ته وويل، چې د دوى کومه الوتکه نه ده غورځېدلې او نه هم په دې اړه کوم راپور لري.

 

 

 

login or register a new account.

Related Topics