Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

پاکستان ته د ١١ ماشومانو د لېږد مخه ونيول شوه

کابل (پژواک ٢٢ تله ٩٤): د ملي امنيت عمومي رياست ويلي، چې پاکستان ته يې د ترهګريزو فعاليتونو د روزنې په موخه د ١١ ماشومانو له لېږد مخنيوى کړى او ورته مهال يې د کابل-جلال لارې په اوږدو کې پر موټرونو باندې د بريدونو په تور د نهو کسانو له نيولو خبر ورکړى دى.

د ملي امنيت عمومي رياست مطبوعاتي دفتر له لوري پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې ويل شوي چې يادې دوه پېښې په ننګرهار ولايت کې تر سره شوې دي.

ويل شوي چې د جلال اباد ښار په لومړۍ ناحيه کې د يو لړ عملياتو په ترڅ کې د يادې ادارې منسوبينو، پاکستان ته د دينې علومو د زده کړې په بهانه د يوولس کم عمره ماشومانو له لېږد، چې د ځانګړو کړيو له لوري د ترهګريزو کړنو په موخه لېږدول کېدل، مخنيوى کړى دى.

په ياده خبرپاڼه کې څرګنده شوې، ياد ماشومان چې د کونړ ولايت د شيګل ولسوالۍ اصلي اوسېدونکي دي؛ د خپلو کورنۍ غړو ته سپارل شوي، خو د يادو کړيو او يا دا چې د ماشومانو د لېږدولو په تور څوک نيولي شوي که نه، معلومات نه دي ورکړل شوي.

يادې ادارې دغه راز ويلي، چې نهه کسان يې د کابل-جلال اباد لارې په اوږدو کې پر ملکي او پوځي موټرونو باندې د بريدونو کولو په تور نيولي دي.

ملي امنيت زياته کړې، چې دغو کسانو په ويجاړونکو، ترهګريزو کړنو، د ماينونو په خښولو او نورو ورته فعاليتونو کې لاس درلود.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې له نيول شويو کسانو څخه يو ميل راکټ، يو ميل پيکا، څلور کلاشينکوف، شپږ پاکستانۍ تومانچې، دوه کړۍ لاسي ماينونه، د پرسونل ضد دوه کړۍ ماينونه او يوه مخابره هم تر لاسه شوي دي.

 

 

 

 

 

login or register a new account.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.