Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د کلات په خارجوى سيمه کې هم وسله والو د کابل- کندهار لاره تړلې

کلات (پژواک، ٢٣ تله ٩٤): د زابل د مرکز کلات ښار اړوند په خارجوي سيمه کې له دريو ورځو راهيسې وسله والو طالبانو د کابل- کندهار لويه لار د ترافيکو پر مخ تړلې ده.

د دغه ولايت د والي وياند ګل اسلام سيال د تلې په ٢٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې وسله والو طالبانو د کلات ښار اړوند په سپينې غبرګي او خارجوى سيمو کې د کابل- کندهار لويه لار د ترافيکو پر مخ تړلې وه.

هغه زياته کړه، امنيتي ځواکونو پرون وکولاى شول د سپينې غبرګې په سيمه کې لار د ترافيکو پر مخ پرانيزي، خو د خارجوى په سيمه کې اوس هم تړلې ده.

د ده په وينا، امنيتي ځواکونه سيمې ته ورغلي، څو لاره د خلکو پر مخ خلاصه کړي.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، په تېرو دريو ورځو کې په دغه ولايت کې د امنيتي ځواکونو او وسله والو مخالفينو تر منځ جګړه کې د ٦٠ په شاوخوا کې طالبان ټپي او وژل شوي دي.

د سپينې غبرګې سيمې اوسېدونکى عصمت الله هم وايي، د خارجوى په سيمه کې وسله والو طالبانو لاره بنده کړې او خلکو ته د تګ راتګ اجازه نه ورکوي.

ده پژواک ته وويل، اوس هم د دې سيمې په خان کلي او نورک سيمو کې د امنيتي ځواکونو او طالبانو تر منځ جګړه روانه ده.

دا په داسې حال کې ده چې پرون د کندهار امنيه قوماندان جنرال عبدالرازق هم د زابل د امنيتي حالاتو د کابو کولو په موخه دغه ولايت ته تللى دى.

خو د وسله والو طالبانو وياند قاري يوسف احمدي، پژواک ته وويل چې طالبانو له تېرو دريو ورځو راهيسې د زابل ولايت له شاجوى ولسوالۍ نه تر شهر صفا ولسوالۍ پورې د کابل کندهار لويه لار د ترافيکو پر مخ تړلې ده.

هغه زياته کړه، په دې سيمو کې د امنيتي ځواکونو او طالبانو تر منځ جګړه روانه ده چې هغوى ته يې درنه مرګ ژوبله اړولې ده.

د ده په خبره، په تېرو دريو ورځو کې دوه طالبان وژل شوي او ٦ نور ټپيان دي.

بايد وويل شي چې وسله والو طالبانو نن د ميدان وردګو ولايت په مربوطاتو کې هم د کابل- کندهار لويه لار د ترافيکو پر مخ تړلې وه.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.