Language

څلور طالبان ووژل شول

غزني (پژواک ٢٣ تله ٩٤): د غزني چارواکي وايي، د دې ولايت په دهيک ولسوالۍ کې د هوايي بريد له امله څلور وسله وال طالبان وژل شوي دي.

د غزني د دهيک ولسوال کريم الله اميري، پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن مازيګر د دې ولسوالۍ په عزيز ګوډلو سيمه کې هوايي بريد شوى، چې د يوه قوماندان په ګډون څلور وسله وال طالبان په کې وژل شوي او يو بل ټپي دى.

دا چې دا بريد د بهرنيو ځواکونو له لوري شوى که د ملي اردو ځواکونو، ولسوال يې په اړه معلومات نه درلودل.

د سيمې يوه اوسېدونکي محمد کامران وايي، نن مازيګر يې په سيمه کې طالبانو يوه غونډه درلوده، چې له پاى ته رسېدو وروسته يې الوتکې راغلې او پر يادو طالبانو چې پر موټرسايکلونو سپاره وو، بريد وکړ.

وسله والو طالبانو بيا په دې اړه تراوسه پورې څه نه دي ويلي.

 

 

 

 

 

login or register a new account.

Related Topics